19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې دماشومانو دفلج دناروغى ددوو مثبتو پېښو ثبت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دماشومانو دفلج دناروغى دوه مثبتې پېښې په روزګان کې تثبيتې شوې .
قلج شوي ماشومان نجلۍ اوهلک او دترينکوټ ښار او دچورې ولسوالۍ له اوسيدونکو څخه بلل شوي دي .
دروزګان  يوه روغتيايي مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه ماشومان له يو نيم څخه تر دوه نيمو کلونوپورې عمر لري  او په دې ناروغى  په اخته کېدو سره دتل لپاره فلج شول .
همدااوس دماشومانودفلج ناروغي يواځې دنايجريا ، پاکستان او افغانستان  په هېوادونوکې شتون لري .
  ماشومان په دې ناروغى داخته کېدو  په صورت کې دتل لپاره فلج  کېږي .
په روان کال کې دهېواد په جنوب کې  يواځې دروګان ولايت  دماشومانو دفلج  يا پوليو په ناروغى دشپاړلسو ماشومانو داخته کېدو ډګر دى .
دافغانستان حکومت په وار وار په هېوادکې دپوليو واکسين دپروګرامونو په پلي کولو سره هڅه کړي دي چې ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي خو لاتراوسه پورې هم پوليو په افغانستان کې له ماشومانو څخه قرباني اخلي او دهېواد په ناامنو ساحوکې دماشومانو ددغې فلج کوونکې ناروغۍ دويروس دشتون سبب دهغې دواکسين له تطبيق سره دطالبانو مخالفت دى
که څه هم دماشومانو دپوليو يا فلج دناروغۍ  مخه دڅو څاڅکو  واکسين په واسطه نيول کېږي او دغه واکسين دماشومانو حال او راتلونکي ته هيڅ راز ضرر نه متوجه کوي خو ددولت وسله وال مخالفين دهېوادپه ناامنوساحو کې  ددغې ناروغى دواکسين دتطبيق خنډ کېږي اوداکار ددې سبب شوى دى چې دهېواد په محرومو ساحو کې ماشومان  لاتراوسه پورې هم ددغې ناروغۍ  قرباني شي .
  ختم- عطاالله_اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.