09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه ١٠٠ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٢مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملي امنیت د افشارو اداري په کمپلکس کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره           د زړه ١٠٠ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
د ملي امنیت عمومي ریاست د ودانیو ريیس حبیب الرحمن روشان د دغې پروژې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: دغه روغتون په ١٣ جریبه ځمکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونوکې په نړیوالو نورمونو جوړېږي. دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه ترلسو پوړونو پورې د لوړولو او ٢٠٠  بستریز روغتون ته د ارتقا ظرفیت لري.
نوموړي څرګنده کړه: د ملي تدارکاتو ادارې له صفت ساختماني شرکت سره د ۳۵۷،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ددغه روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په درېو کلونو کې یې چارې بشپړېږي.  
جمهورريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه ١٠٠ بستریز روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس د غونډو په تالارکې په دې مناسبت جوړو شویو مراسموکې ګډون او وینا وکړه. 
په پيل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست ډګرجنرال احمد ضیا سراج جمهور ريیس ته دښه راغلاست پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه ١٠٠ بستریز روغتون د افغانستان په کچه لومړنی دولتي روغتون وباله او ټولوته یې دهغه د جوړولو مبارکي وویله.
نوموړي د طالبانو او داعش پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریالیوعملیاتو ته
په اشارې د جمهوري رياست ټاکنو پرمهال د ښه امنیت د تامین په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه، همغږي او همکاري وستایله.
د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو رييس تورنجنرال حشمت الله نوابي له جمهورريیس غني څخه د دغه روغتون د وړاندیز د منلو له امله مننه وکړه او ويې ویل: دغه روغتون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې ښه خدمات وړاندې او بهر ته به د دوی د تلو اړتیا راکمه کړي.
جمهورريیس غني دغو مراسمو ته د وینا او د زړه ١٠٠ بستریز روغتون د مبارکۍ پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد او ټولو هېوادوالو ویاړونه وبلل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: ستاسو د هر یوه زړه زما زړه ته نېغه لاره لري او ستاسو زړونه چې شپه او ورځ هېواد ته د کار او خدمت لپاره تپېږي، د لا زیاتې قدردانۍ ترڅنګ یې له دې وروسته په کوردننه درملنه کېږي.
جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه ١٠٠ بستریز روغتون قراردادي شرکت دې وهڅوي چې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړې کړي او همدارنګه دې په مسلکي پرسونل د پانګونې ترڅنګ له ملي تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ د دغه روغتون لپاره ټول د اړتیا وړ وسایل او لوازم برابر شي.
محمد اشرف غني له ډاکټرحشمت الله نوابي څخه د دغه روغتون د نظر او وړاندیز او له دې امله مننه وکړه چې د غازي امان الله خان روغتون یې په یوه نمونه یي روغتون بدل کړی دی.  
همدارنګه یې هیله څرګنده کړه چې د پولیسو روغتون هم ډېر ژر په یو نمونه یي روغتون بدل شي.
جمهورريیس غني د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو ريیس ته وویل چې د روغتونونو  د لا ښه والي او تجهیز په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول له جمهوري ریاست سره شریک کړي.  
هغه زیاته کړه: د نظامي روغتونونو روغتیایي خدمات ښه شوي، خو په ملکي روغتونو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
جمهورريیس د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري تصادفي نه،  بلکې د دوی د پرله پسې هلوځلو لاسته راوړنه وبلله.  
هغه زیاته کړه: تاسو په وروستیو دوه میاشتوکې په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ثابته کړه چې د نظام ساتونکي او د جمهوریت ملاتړي یاست.
د هېواد جمهورريیس امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو هېوادوالو ته د نورو د توقع برخلاف او د طالبانو د ګواښونو باوجود، د جمهوري رياست  ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله.
جمهورريیس د افغانستان د طبي شورا د مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل هلو ځلو ته په اشارې په ټینګار سره وویل: د دوی له لوري غوره شوي نورمونه او معیارونه باید تطبیق او هر ډاکټر د روغتيايي بورډ له لوري د فعالیت جواز ولري او سویه یې تثبیته شي، ځکه د ډاکټر تېر وتنه نه جبرانېدونکې ده. 
پاى \ ذ 

Last modified on Friday, 04 October 2019 14:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.