څلورو زرو تنو دتخصص دبشپړولو په پروګرام کې ازموينه ورکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
دعامې روغتيا وزارت دتخصص  دبشپړولو  په پروګرام کې  دشموليت ازموينه دازموينو له ملي ادارې سره  په همکارۍ  کې ددې وزارت دمالي او اداري معين ډاکتر ماموسي زيور په رهبرى پرون  په کابل پوهنتون کې واخستله
ماموسي زيور دباختراژانس خبريال ته وويل:  په دې ازموينه کې څلور زره درې سوه پنځوسو  تنو نومونه ثبت کړي وو چې له دې جملې  څخه څلور زره يوسلو درې شپيته تنه دوړاندې شويو سندونو پربنسټ دشرايطو لرونکو وپيژندل شول او دبايومتريک لپاره دازموينو ملي ادارې ته  وروپيژندل شول .
هغه څرګنده کړه چې دبرخه والو  له جملې څخه درې زره دوه څلويښت تنه هلکان او يوزرو يوسلو يو ويشت تنه نجونې دي .
دتخصص  دبشپړولو په پروګرام کې دشموليت په ازموينه کې درې مهمې برخې شاملې دي داخلې اصول ، دجراحي اصول او ستوماتولوژى چې دغه درې برخې يو ويشت نورې بېلابېلې  تخصصي څانګې رانغالي .
هغه زياته کړه چې هره برخه جلا جلا پاڼې لري چې سل څلور  ځوابه پوښتنې پکې دي  اودبرخه والو لپاره د پوښتنو دحل کولو لپاره سل دقيقې  وخت په پام کې نيول شوى دى .
ددغې ازموينې برخه وال دهېواد له ټولو ولايتونو څخه دي چې دازموينې له تېرولو وروسته به  دهېواد په  ١٣  ولايتونوکې دروغتيايي مرکزونو په موجودو بنسټونو کې وروپيژندل شي .
  ددغې ازموينې دنمرې ورکولو سيستم په کمپيوتري  ډول دى او له دريو څخه تر پنځو ورځو په موده کې به دبستونو پايلې دعامې روغتيا وزارت له رسمي صفحو له لارې اعلام شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
                                                                

Last modified on Monday, 07 October 2019 12:19
back to top