21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د...

د مشرانوجرګې ريیس په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره وکتل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې ٧٥ ټنه تېر تاريخ او بې کيفيته درمل له منحه يوړل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې٣٠مه / باختر
د قندهار د عامې روغتيا رياست د بې کيفيته، تېرتاريخ او جعلي درملو د راټولولو کمپاين په بهيرکې ٧٥ ټنه بې کيفيته او تېرتاريخ درمل له منځه يوړل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د قندهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا وويل چې د روانې اوونۍ په بهيرکې ٧٥ ټنه تېرتاريخ او بې کيفيته درمل راټول شول او د دغه ولايت د امنيه قوماندان، د ملي امنيت د رييس او د قندهار ښاروال په وړاندې پرون له منځه يوړل شول.
هغه له ټولو درمل پلورونکو او ملي سوداګرو څخه وغوښتل، د هغو شرکتونو درمل وارد کړي چې د عامې روغتيا په وزارت کې ثبت او راجستر شوي وي.
د قندهار د عامي روغتيا رييس وويل چې د درملو د ساتلو لپاره معياري زېرمې نشته، له همدې امله درمل خپل کيفيت له لاسه ورکوي.
ډاکتر عبدالقيوم پخلا د درملتونو له اتحاديې څخه وغوښتل چې د درملو د تنظيم ملي اداره په نړيوالو معيارونو يوه زېرمه جوړه کړي.
پاى \ ج \ ذ
شپاړس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول
٣۰ـ کابل/دتلې۳۰مه/باختر
د قندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور یې ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې پرون ماښام وسله والو طالبانو پر معروف ولسوالۍ برید وکړ، خو افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو يې بېرته په شا وتمباوه.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور یې ټپيان شوي چې د وژل شویو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
پای/وصال

Last modified on Sunday, 27 October 2019 03:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.