03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهارکې د پوليو نوې مثبته پېښه ثبت شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم لومړۍ/باختر
د قندهار روغتیایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رمباسي سیمه کې یو ۹ میاشتنی ماشوم د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
د قندهار د کتلوي معافیت ريیس ډاکټر عبدالشکور نصرت د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې قندهار ښار ته نږدې په یوه ګڼ مېشته ولسوالۍ کي د پوليو د نوې پېښې رامنځته کېدل د کوچنيانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ دی.
هغه زياتوي چي د ډنډ ولسوالۍ د رمباسي سیمې دغه کوچنی چې ګوزڼ وهلی، کورنۍ یې له یوه روغتیايي مرکز څخه په پنځه کیلو متره واټن کې اوسېږي.
د دغې پېښې په ثبت سره په قندهارکې په روان کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر درېو ته رسېږي.
په سم ډول د واکسینو نه تطبیق، نا امني او د پولیو واکسینو ته د کورنیو زړه نه ښه کول په قندهار کې د پولیو د مثبتو پېښو د ډېرېدو لاملونه بلل کېږي.
پای/وصال

Last modified on Sunday, 27 October 2019 03:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.