21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په وزيرمحمداکبرخان روغتون کې د وينې بانک نمايندګي پرانيستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د عامې روغتيا وزير نن په وزيرمحمد اکبرخان روغتون کې د وينې بانک نمايندګي پرانيستله.
په وزيرمحمد اکبرخان روغتون کې د وينې بانک د دغې نمايندګۍ پرانيستل چې د ٤٠٠ بستريز او ماشومانو روغتونونو ته څېرمه موقعيت لري؛ يو ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.
په دغو روغتونونوکې وينې ته اړتيا لرونکي کسان کولاى شي د خپلې اړتيا وينه د وزير محمد اکبرخان له نمايندګۍ څخه ترلاسه کړي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د عامې روغتيا وزير ډاکتر فېروز الدين فېروز د وينې د دغې نمايندګۍ د پرانيستلو په وخت کې وويل: زموږ هېواد يو داسې هېواد دى چې جګړه پکې روانه ده او چاودنې، ځانمرګي بريدونه، طبيعي پېښې او ځينې وژونکې ناروغۍ د دې سبب کېږي چې وينې ته زموږ اړتيا زياته کړي.
هغه وويل: په هېوادکې د وينې څه دپاسه ١٥ مرکزونه شته چې په مجهزو وسايلو او ښو امکاناتو سره کولاى شي وينه هم ذخېره او هم انتقال کړي.
په غونډه کې د وينې بانک رييس ډاکتر عنايت الله هاشمي وويل: هلې ځلې کېږي په نورو ولايتونوکې هم د وينې بانګ نمايندګۍ جوړې شي.
په غونډه کې همدارنګه د نړۍ روغتيايي سازمان رييس او په ولسي جرګه کې د روغتيا، تنکي ځوانانو او ورزش کمېسيون رييس نحيب الله ناصر هم په دې اړه خبرې وکړې.
پاى \ ذ

 

Last modified on Wednesday, 06 November 2019 03:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.