16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت  دشکرې له ناروغي ( ديابت )   سره دمبارزې  نړيواله ورځ   ونمانځله .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  ددغې ورځې دنمانځنې موخه  دشکرې  دناروغى  دعواملو او له دې  امله  درامنځته شويو خطرونو په اړوند دعامه پوهاوي  دکچې لوړول دي .
  په هغې غونډه کې چې په همدې موخه  جوړه شوه  دعامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ډاکتر ماموسي  زيور وويل  چې  په نړى کې  ٤٢٢ ميليون تنه  دديابت په ناروغى اخته دي  چې له دې جملې څخه  ١٩٩ ميليونه تنه يې  ميرمنې دي  او دغه شمېر به  تر  ٢٠٣٥ کال پورې  ٦٠٠ميليونو تنو ته  لوړ شي
دعامې روغتيا وزارت معين  زياته کړه :  ديابت په نړى کې دمړينې  اتم علت دى  ، له  غير روغتيايي خوړو څخه ګټه اخستنه  ،  نه فزيکي فعاليت  ، په غير نورمال ډول دوزن اخستل ، او په حرثي  ډول  دديابت ناروغى  شتون ددغې ناروغى   له عواملو څخه دي .
  وروسته په افغانستان کې  دديابت ناروغى  دکنترول دټولنې استازي  ډاکتر ايوبي  له دغې ناروغي سره دمبارزې په لاره کې دعامه پوهاوي کچې لوړول مهم وبلل او ويې ويل  چې دغه ټولنه  دعامې روغتيا له وزارت سره په همکارى کې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې  زده کړيز پروګرامونه پيلوي .
   هغه زياته کړه :دبدن  دنورمال وزن  ساتل ،  په ورځ کې  لږ ترلږه  پنځه څلويښت دقيقې ورزش  ،  له غوړ اوشکرلرونکو  خوړو څخه کمه استفاده او له  دخانياتو څخه لرې والى   دديابت ناروغى  په کنترول کې  مهم رول لري .
دعامې روغتياوزارت  د شکرې ناروغى په اړوند  دعامه پوهاوي دلوړولو په مقصد سبا دجمعې په ورځ  دکابل ښار دعبدالرحمن خان جومات په انګړ کې اودشنبې په ورځ  دافشارو په روغتون کې  اودبلې  جمعې  په ورځ  دکابل ښار  د احمدشاه بابامينې  دځاحي په تفريحي پارک کې  په وړيا ډول  دشکرې  دمعاينې  پروګرام پيلوي .   ختم_   ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.