13 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پلخمري د ولايتي روغتون ډاکترانو د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ ٣مه/باختر
د پلخمري د ولايتي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو د خپلومعاشونو پر نه ترلاسه کولو اعتراف وکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ډاکتران او کارکوونکي چې شمېر يې ٢٠٠  تنو ته رسېږي؛ له درېيو مياشتو راپدېخوا خپل مياشتني امتيازات نه دي اخيستي.
ډاکتر احمد شکېب بزرګ اميد وايي چې د يخنۍ په دې موسم کې د دوى معاشونه نه دي اجرا شوي او له جدي ستونزو سره مخ دي او سيمه ييزو مقاماتو ته خبردارى ورکړى: که چيرې تر يوې ورځې پورې د دوى ټول حقوق او امتيازات ورنه کړل شي؛ د ولايتي روغتون دروازه به وتړي.
د پلخمري د ولايتي روغتون مسوول ډاکتر عين الدين صيادي د خپلو ډاکترانو او کارکوونکو د ستونزو په تاييد سره وايي چې له درېيو مياشتو راپدېخوا له عامې روغتيا وزارت سره په پرله پسې اړيکو او زياتو مکتوبونو په استولو سره تر اوسه هم ددغه روغتون د کارکوونکو معاشونه او امتيازات نه دي اجرا شوي.
صيادي رامنځته شوې ستونزه په ماليې وزارت کې وبلله او زياته يې کړه: موږ هلې ځلې کوو چې د معاش پيسې له يوبل کوډ څخه انتقال کړو او دغه ستونزه پاى ته ورسوو.
ختم- ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.