کابل/دلیندۍ۴مه/باختر
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه روغتون د جوړولو چارې پیل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې یاد روغتون د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت رغول کېږي چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه روغتون د چپرهار ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې په یوه جریبه ځمکه کې رغول کېږي.
پای/وصال