12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجعلي او بې کيفته درمل د واردولو مخه نيول کېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دعامې روغتيا وزير پرون د چين  بلاک دتکنالوژى ( ځنځيري بلاک ) تفاهم ليک دفانتواپريشنز شرکت له استازي سره لاسليک کړ .
ددغه تفاهم ليک پربنسټ  دعامې روغتيا وزارت کولاى شي چې دچين بلاک له تکنالوژى څخه په استفادې سره دجعلي  درملو د واردولو مخه ونيسي .
اودغه رازدناروغانو دوسيې  په دې دستګاه کې ذخيره کېږي .
دعامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز په دغه وزارت کې  دکاري اسانتياو لپاره  ددغه نوي نظم جوړول يوښه اقدام وباله او په هېواد کې دروغتيايي خدمتونو  دوړاندې کولو په ښه والي  ټينګار وکړ .
دغه تفاهم ليک په داسې حال کې لاسليک کېږي چې خلک په پرله پسې دجعلي اوبې کيفته درملو د واردولو له امله شکايت کوي .
دخلکو په باور  که چيرې دعامې روغتيا وزارت  له پرمختللي تکنالوژى  څخه په استفادې سره  وکولاى شي دجعلي او بې کيفته درملود واردولو مخه ونيسي . دا اړو خلکو ته يو ستر خدمت دى .
  ختم_ج _ اکرم

Last modified on Tuesday, 26 November 2019 15:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.