22 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر لس وسله وال طالبان تېره شپه...

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر په فارياب کې پرون يو سړى...

د غوري سمنټو د پلورنې لپاره ښه بازار جوړ شو

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر د غوري سمنټو تصدۍ د فابريکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې   ٢١مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت دژمنې دتداوم او ادامې  تر شعار لاندې دټوليز روغتيايي پوښښ  نړيواله ورځ ونمانځله
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، دعامې روغتيا وزارت دپاليسي او پلان معينې  ديوې صمد ددغې  ورځې نمانځنه دټوليز روغتيايي پوښښ  لپاره دعدالت غوښتنې په لاره کې يومهم ګام وباله او ويې ويل: ټوليز روغتيايي پوښښ  په کيفت سره  روغتيايي خدمتونوته دخلکو دلاسرسي  لپاره يوه ژمنه ده
دهغې دڅرګندونو له مخې ،تر ٢٠٣٠  کال پورې اساسي  موخه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دټوليز روغتيايي پوښښ لپاره دي
هغې زياته کړه دعامې روغتيا وزارت روغتيايي خدمتونو ته دخلکو دلاسرسى دکچې په زياتوالي ژمن دى په هرو سلو زرو ژونديو زيږونونوکې له ١٥٠ څخه   ٣٥ سلنې ته دنويو زيږېدلو ماشومانو دمړينې کمښت ، په هروسلو زروکې له  ١٦٠٠  څخه ٦٦٠ته دميندو دمړينې کمښت او له  ٩ څخه  ٩٠  سلنې ته روغتيايي خدمتونو ته دخلکو دلاسرسي دکچې زياتوالى ددې وزارت دمهمو لاس ته راوړنو له جملې  څخه دي  دکور دايت ددفتر استازي جاپ وان هيردن دټوليز روغتيايي  پوښښ نړيواله ورځ روغتيايي  خدمتونو ته دخلکو دلاسرسي دکچې دزياتوالي لپاره يوفرصت وباله او دنړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې له ټاکلو موخو سره سم دې دټوليز روغتيايي پوښښ په لاره کې ژمن واوسي
ددسمبر  ١٢ دروغتيا دنړيوال سازمان له لوري دټوليز  روغتيايي پوښښ دنړيوالې ورځې په نامه نومول شوې ده اودغه ورځ کال په کال دنړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي .
  ختم_  ف _ اکرم

Last modified on Thursday, 12 December 2019 11:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.