21 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر لس وسله وال طالبان تېره شپه...

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر په فارياب کې پرون يو سړى...

د غوري سمنټو د پلورنې لپاره ښه بازار جوړ شو

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر د غوري سمنټو تصدۍ د فابريکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ۵،۹ میلیونه ماشومانو د واکسین لپاره د پولیو د له منځه وړلو فرعي کمپاین ترسره کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان او د یونېسف ادارې په مرسته د روان زیږدیز کال د پولیو واکسین وروستۍ فرعی کمپاین د هېواد د ۲۱ ولایتونو اړوند ۱۹۸ ولسوالیوکې ترسره کوي. د کمپاین موخه د پولیو په وړاندې له پنځو کلونو کښته د ۵،۹ میلیونه ماشومانو د واکسین د دوو څاڅکو په ورکولو سره د هغوى د بدن د معافیت او مقاومت لوړول دي.
دغه کمپاین په دوو پړاوونوکې پلي کېږي: د مرکزي، ختیځې، سویل ختیځې، شمال او شمال ختیځې او لوېديځې حوزې په یو شمېر ولسوالیوکې د لیندۍ له ۲۵ تر ۲۹ مې  پورې او په سویلی حوزه کې د مرغومي له ۲ تر ۶ مې پورې پلي کېږي. ځکه په سویلي حوزه کې څو موده وړاندې يو کمپاین د پولیو د یوې مثبتې پېښې په ځواب کې پلى شو.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فیروز وویل: " که څه هم د عامې روغتیا وزارت د خپلو روغتیايي شریکانو په مرسته، د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو په خاطر خپله مبارزه او هلې ځلې یې په جدي توګه پر مخ بیایي، خو امنیتي ننګونې او له پنځو کلونو کښته ټولو ماشو مانو ته نه لاسرسی، د دې لامل شو چې د پولیو د بشپړه له منځه وړلو موخې ته تر دې مهاله ونه رسېږو. زه د ټولنې له ټولو وګړو او د جګړې له ښکیلو خواوو څخه غواړم چې د پولیو په وړاندې د ټولو ماشومانو د واکسین کولو زمینه برابره کړي، ځکه د دې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو یوازينۍ لاره، ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول دي."
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو د مثبتو پېښو راپور پکې ورکول کېږي. په افغانستان کې د روان ميلادي کال له پيله تر دې دمه، د پولیو ۲۴ مثبتو پېښو راپور ورکول شوی دی چې ۱۸ پېښې یې له سویلي حوزنې څخه ( ۹ په رززګان، ۵ په هلمند او ۴ په قندهارکې) دي او پاتې نورې یې ۲ له پکتیکا، ۱ له کونړ، ۱ له ننګرهاره، ۱ له بادغیس او ۱ له بغلان څخه راپور شوي دي.
پاى/ذ

Last modified on Monday, 16 December 2019 04:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.