14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دعامې روغتيا وزارت معين :دهوا دککړتيا په پايله کې د رامنځته شويو ناروغيو پېښې زياتې شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دمرغومي ٩مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت معين ډاکتر فدامحمد پيکان دکابل ښاريانو دماسک دويش په مراسمو کې  چې دژوندانه دچاپيريال  ساتنې ادارې له لوري پيل شوى دى وويل چې په کابل کې دهوا له ککړتيا  څخه درامنځته شويو ناروغيو پېښې زياتې شوې دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې له کابل ښاروالۍ  اودعامې روغتيا له وزارت سره په همکارۍ کې په کابل ښاريانو دماسک دويش پروګرام پيل کړ .
ددغه پروګرام له لارې دکابل په کابو  دوه سوه زرو اوسيدونکو  په وړيا ډول ماسک ويشل کېږي .
دعامې روغتيا وزارت معين په دغو مراسمو کې وويل چې دتېرې اوونۍ په بهير کې دهوا له ککړتيا  څخه کابو نهه زره رامنځته شوي پېښې دکابل ښار په روغتونونوکې ثبتې شوې دي چې دتېرکال دهمدې مودې په پرتله  ١٦ سلنه زياتوالى ښيي .
دکابل دژوندانه دچاپيريال ساتنې دادارې رييس شاه زمان ميوندي دکابل دهوا دزياتې ککړتيا د مخنيوي په کار کې ددغې ادارې داقداماتو يادونه وکړه او ويې ويل  چې په دې لاره کې دخلکو همکاري ډيره مهمه ده ځکه په کابل کې دهوا ککړتيا په بحران بدله شوې ده .
دکابل ښاروالۍ مرستيال ډاکتر  مهتاب عالمي وويل چې دهوا دککړتيا په وړاندې  پراخه مبارزه پيل شوې ده  او په څو ښارګوټو او لوړ پوړيزو ودانيو کې دلوګي تصفيه کوونکۍ څلور آلې درول شوي دي خلک کوالى شي له  ١٦٩شمېرې سره په اړيکه کې دهغو لوړ پوړيزو ودانيو ، اپارتمانونو ، حمامونو او رستورانتونو په باره کې چې له لوګي پيداکوونکو توکو څخه ګټه اخلي .
په دقيقې پتې  سره مسوولانو ته خبرورکړي  مخکې له دې جمهور رييس دژوندانه دچاپيريال ساتنې ادارې ته دنده سپارلې وه چې ترلسو ورځو پورې دې دکابل دهوا دککړتيا دکمښت لپاره هراړخيز او عملي پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي .
ختم_ عطاالله _اکرم

Last modified on Tuesday, 31 December 2019 04:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.