دحجامت ګر مرکز وتړل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دمرغومي ١١مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت دحجامت ګر  مرکز چې په کابل کې ديوناني درملنې دخدمتونو په وړاندې کولو بوخت وو ، وتاړه .
دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي  قوانينو دتطبيق دڅېړنې  رييس ډاکتر خالد احدي ددغې  موضوع  په اړوند نن  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه مرکز مسوول په ټوليزو رسنيو کې ادعاکړې وه چې دسړو اوبو څښل او دسرې غوښې خوړل د تور زيړي سبب کېږي .
ډاکتر خالد احدي دهغه ادعا بې لارې  کوونکې وبلله او ويې ويل  په همدې دليل دغه مرکز وتړل شو .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

Last modified on Thursday, 02 January 2020 03:56
back to top