د زابل په ولایتی روغتون کې د نسايي ولادي برخې لپاره ودانۍ ورغول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قلات/دمرغومې ۱۸ مه/باختر
د څه د پاسه ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت د زابل د مرکز قلات په ولایتي روغتون کې د پایوازانو لپاره تمه خونه او د نسايي ولادي برخې لپاره ودانۍ ورغول شوه.
یاده ودانۍ او تم خونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا او ملاتړ ادارې په مالي لګښت رغول شوې دي.
د زابل د عامې ورغتیا رییس ډاکټر لعل محمد توخي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د نسايي ولادې برخې ودانۍ په یوه وخت کې د ۴۰ ناروغانو د ځایولو وړتیا لري.
له دې وړاندې د زابل په ولایتي روغتون کې تم خونه او د نسايي ولادي برخې لپاره ودانۍ جوړې شوې وې، خو په دغه ولایت کې د وروستۍ خونړۍ چاودنې له امله چې لسګونه ملکي وګړي پکې ووژل شول یادې ودانۍ هم ویجاړې شوې وې.
پای/وصال

 

Last modified on Wednesday, 08 January 2020 12:05
back to top