21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ماشومان د هېواد راتلونکی دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د ماشومانو روغتیا ته باید ټولې روغتیايي ادارې جدي پاملرنه وکړي، ځکه ماشومان د هېواد راتلونکی دی.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، دغه څرګندونې د هلمند والي محمد یاسین خان په دغه ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کلنۍ غونډه کې وکړې.
یاسین خان، ماشومان د هېواد راتلونکی یاد کړ او د دوی روغتیا ته پاملرنه يې د ټولو روغتیايي ادارو مهمه دنده وبلله.
خوارځواکي هغه ناروغي ده چې په بدن کې د خوراکي توکو له کمښت څخه پېښېږي، چې دا مهال یې په افغانستان کې هم زیات شمېر ماشومان ښکار کړي دي.
پای/وصال

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 07:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.