22 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د ښځو پر وړاندې د...

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

- کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر ناپېژاندو وسله والو کسانو...

 د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د وسله والو طالبانو له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دعامې روغتيا وزيرې دڅرخي بله په جيل کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو څرنګوالې وڅيړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دلړم اوولسمه
دعامې روغتيا وزيرې دڅرخي بله په مرکزى جيل کې دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالې له نږدې وڅيړه.
دباخترآژانس دخبر له مخې : دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل د څرخي بله دجيل دروغتيايي مرکز دکتنې په وخت کې وويل بنديان لکه دنورو هيواد والو په شان حق لري چې دروغتيايي خدمتو له وړاندې کولو څخه ګټه واخلي چې په همدې مقصد ددغه وزارت ګرځنده ډله ډاکتران او روغتيايي پال بنديانوته د روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په خاطر دڅرخي بله په جيل موظف شوي دي.
ډاکترې دليل دغه جيل ته دروغتيايي خدمتونو د برابرولو دستونزې يادونه وکړه او وې ويل روغتيايي خدمتونه ددغه وزارت له بودجې څخه  برابره شوي دي.
خو دروغتيايي خدمتونو دښه وړاندې کولو په خاطر هلې ځلې دوام لري چې دنورو مرکزونو مرستې هم جلب کړو . دې د درملې خدمتونو دملي مرکز دمرستو له امله مننه وکړ چې دسلوزرو افغانيو په ارزښت يې  درمل يې دعامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړي دي  چې دناروغو بنديانو په واک کې ورکړى شي او وي ويل دعامې روغتيا وزارت ددغه  وزارت له موجودوستونزو دلرې کولو په خاطر دبنديانو لپاره ځانګړې بودجه پيشنهاد کړې ده چې په دې ډول وکولاى شو بنديانوته ښه  روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو.
دجيلونو او توقيف لوى رييس ډګرجنرال امير محمد جمشيدي او دڅرخي پله دجيل رييس مل پاسوال سردار محمد سلطاني د نيمګرتياو او ستونزو دلرې کولو په لاره کې دعامې روغتيا دوزيرې له خوا دڅرخي پله دخپل کتنه ارزښتناکه وبلله او بنديانو ته يې دروغتيايي خدمتونو په وداوړاندې کولو په برخه کې دموجودو ستونزو دلرې کولو په لاره کې دزياتو اقداماتو غوښتنه وکړ.
دعامې روغتيا وزارت خبرځايونه وايي چې دڅرخي پله په جيل کې د خدمتونو په وړاندې کولو سره دايدز او تور ژيړي د ساري ناروغيو د درملنې په خاطر عمومي پروګرامونه هم ترلاس لاندې دي او تراوسه پورې دايدز لس تنه ناروغان او دتور ژيړى څه پاڅه دوه سوه تنه ناروغان تشخيص شوي دي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.