06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دره صوف اوسېدونکي روغتيايي ستونزو ته د رسېدګۍ غوښتونکي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د سمنګانو د بر دره صوف ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له ټيټوالي څخه سر ټکوي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه اوسېدونکي د ډاکټرانو له دوه ګوني چلند او د دغې ولسوالۍ د مرکز په ٣٠  بستريز روغتون کې د خدمتونو د وړاندې کولو له تيټوالي څخه سرټکوي.
د کوز دره صوف ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى سېد نور آقا وايي: څو ورځې مخکې په ترافيکي پېښه کې ټپي شوم او لاسونو او پښو مې سخت درد درلود او کله چې روغتون ته ورغلم؛ د درد دوه پاکټه ټابلېتونه يې راته را کړل او له روغتون څخه يې رخصت کړم.
هغه ادعا لري چې د دغه روغتون ډاکټران شتمنو او زورواکانو ته زياته پاملرنه کوي، خو له بې وزلو کسانو سره همکاري نه کوي.
خو د دغې ولسوالۍ د زيرګي کلي اوسېدونکى غلام عباس چې خپل ماشوم يې د واکسين لپاره دغه روغتون ته بېولى دى؛ د هغه د کارکونکو له خدمتونو څخه خوښي  څرګنده کړه او ويې ويل چې ډاکټران شپه او ورځ د ناروغانو په خدمت کې دي.
د سمنګانو د کوز دره صوف ولسوال احمد علي حسني هم په دغه روغتون کې د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه خوښ دى، خو وايي چې روغتيايي خدمتونه هغه څه چې د خلکو هيله  ده؛ په دغه روغتون کې نه ترسره کېږي؛ ځکه د درملو او نورو تجهيزاتو کمښت د دغه روغتون د شتو ستونزو له جملې څخه دي.
ختم- عطاالله -اکرم

 

Last modified on Sunday, 23 February 2020 04:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.