07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

 په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عامې روغتيا وزارت: د کرونا ويروس د لېږدونې د مخنيوي لپاره له ايران سره په ګاوڼډيو ولايتونوکې جدي تدبيرونه نيول شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د هېواد د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز نن د هرات، فراه، نيمروز او قندهار د عامې روغتيا له رييسانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او هغه جدي تدبيرونه چې د هغوى له لوري د دغه ويروس د مخنيوي لپاره نيول شوي دي؛ تر ارزونې لاندې ونيول.
د دغو ولايتونو د عامې روغتيا رييسانو په هوايي ډګرونو، پولو او بندرونوکې د روغتيايي ټيمونو په موظف کولو، د ځانګړو بسترو په برابرولو او د دغه ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د پوهاوي ورکونې پروګرامونو په جوړولو سره له نيول شويو تدبيرونو څخه د عامې روغتيا وزير ته ډاډ ورکړ.
ډاکټر فېروز د هغوى د هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او هغوى ته يې  لارښوونه وکړه چې د اسکن  ټيمونه زيات پياوړي کړي او د دغه ويروس د نښو نښانو او اعراضو په اړوند د پوهاوي ورکونې پروګرامونه د روغتيايي کارکوونکو او خلکو لپاره زيات کړي او له هېواد څخه بهر ته د ماسک د قاچاقو مخه ونيسي. 
دغه راز د هېواد د عامې روغتيا وزير د ساتنيزو ګېټونو، د عفوني کوونکي ضد توکو او د نورو لومړنيو اړتياوو په اړه د روغتيايي مرکزونو پر زيات سمبالښت ټينګار وکړ او د ادارو مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ختم-  ج - اکرم

 

Last modified on Sunday, 23 February 2020 04:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.