07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ناوخته، خو ډېره پر ځای پرېکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /  د کب ۵ مه / باختر
د ملي امنیت شورا پرون د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ وڅېړه او پرېکړه یې وکړه، چې له ایران سره تګ راتګ د لنډ وخت لپاره ودروي، له هېواده د ماسکونو د قاچاق مخه ونیسي او په ایران کې د افغانستان قونسلي خدمات محدود کړي.
د باختر آژانس مفسر د دغې پرېکړې ارزښت څېړلی دی او لیکي:
رښتیا خبره دا ده چې دغه راز یوې پرېکړې ته لا همغه مهال اړتیا وه، چې په چین کې د کرونا ویروس خپرېدا د یو سیمه ییز او نړیوال ګواښ په توګه مطرح شوه او کله چې په ایران کې د دغې ناروغۍ لومړنۍ نښې راښکاره شوې، باید حکومت سملاسي دغه راز پرېکړه کړې وای. په هر حال ښایي مصلحت به داسې و، چې په خلکو کې د وېرې او ډار فضا رامنځ ته نه شي.
دا ښه کار وشو چې د ملي امنیت شورا دا ګواښ جدي وباله او د هغه د مخنیوي لپاره یې سمه او پر ځای پرېکړه وکړه. د ایران ټولو ګاونډیو له دغه هېواد سره خپلې پولې تړلې دي. پاکستان په بلوچستان کې بېړنی حالت اعلام کړی دی. ترکیې، عراق، کویټ او بحرین هم خورا کلک تدبیرونه نیولي دي. د افغانستان درې ولایتونه له ایران سره ګډه پوله لري: هرات، فراه او نیمروز. د خلکو تګ راتګ هم ډېر زیات دی.
له بده مرغه نن د عامې روغتیا وزیر وویل چې په هرات کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوېده. دا د خطر زنګ دی. کرونا ویروس د خپرېدو فوق العاده وړتیا لري او ډېر ژر ګڼو خلکو ته سرایت کولای شي. افغاني ټولنه هم له اقتصادي پلوه او هم له ټولینز پلوه د دغه ویروس پر وړاندې زیانمنونکې ده. د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی او اوس ژمی دی. په یوه کوچنۍ خونه کې لس دولس تنه ژوند کوي. ځکه د نورو خونو د تودولو وس نه لري. له بله پلوه زموږ ټولنیز کلتور هم  داسې دی چې کله څوک له بهره راشي، نو خلک ستړي مه شي ته ورروان وي، لاسونه یې ښکلوي او یو ځل نه بلکې څو څو ځله ورسره روی ماچي کوي. همدارنګه د ناروغ  پوښتنه  هم همداسې ده. پر دې سربېره چاپېریال مو هم ډېر پاک نه دی، خلک د روغتیا ساتنې پر اصولو خبر نه دي او که خبر دي نه یې رعایتوي. دا ټول فکتورونه یو بل ته لاس ورکوي او د کرونا خپرېدو ته لاره پرانېزي.
که خدای مه کړه دا وژونکی ویروس خپور شو، نو نه زموږ روغتونونه د ناروغانو د درملنې ښه امکانات لري او نه د خلکو اقتصاد د ښې درملنې وړ دی. له دې امله باید حکومت د کرونا پر وړاندې د مبارزې ملي پروګرام جوړ کړي. لکه په نورو یو شمېر هېوادونو کې چې دا کار شوی دی، باید یو  ملي کمېسیون جوړ شي او دا کمېسیون ملي پروګرام جوړکړي. دلته باید یو ټکی روښانه شي او هغه دا چې د احتیاطي او وقایوی تدابیرو نیول د ډار د خپرولو مانا نه لري، بلکې موږ د ملت د روغتیا پر وړاندې مسوولیت لرو او باید ملت له دغې بلا وژغورو. په ملي پروګرام کې باید د خلکو پوهاوي ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ن.ش.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.