07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

 په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د غور د عامي روغتيا رييس د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د کب ۶ مه/ باختر
د غور د عامې روغتيا رييس د دغه ولايت له ټولو اوسېدونکو او له دولتي او خصوصي بنسټونو څخه وغوښتل چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره له دې ادارې سره همکاري وکړي.
جمعه ګل يعقوبي پرون د دغه ولايت په مرکزکې له خبريالانو سره په خبروکې  کرونا يې يو ډېر خطرناک ويروس وباله او له هغه سره يې د مبارزې يوازينۍ لاره په اوسنيو شرايطو کې د وقايوي تدبيرونو نيول او د روغتيا ساتنې رعايتول وبلل.
هغه له اوبو او صابون سره د لاسونو پريمنځلو او له ماسک څخه استفاده يې، د خولې او پوزې د افرازاتو د خپرېدو مخنيوي ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دغه ټکي بايد د خلکو ترمنځ په جدي توګه رعايت شي.
د غور د عامي روغتيا رييس له خلکو او ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د غور د عامې روغتيا له رياست سره همکاري وکړي او دغه راز د غونډو له جوړولو څخه دې ډډه وشي.
پاى \ج\ ذ

 

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 12:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.