07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره بيړنۍ کمېټه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د کب ۶ مه/ باختر
د هرات په کچه له کرونا ويروس سره د مبارزې ولايتي بېړنۍ کمېټه جوړه شوه.
دغې کمېټې په خپلې لومړنۍ غوڼډه کې د هغو کسانو د پېژندلو او قرنطين لپاره د جدي تدبيرونو پر نيولو چې د دوى په بدن کې د کرونا ويروس نښې نښانې کتل شوې دي، ټينګار وکړ.
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي له خلکو څخه هم وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او د روغتيايي مسوولينو لارښوونو ته پاملرنه وکړي او په غونډو او د ودونو په مراسمو کې دې ګډون ونه کړي.
رحيمي ډاډ ورکړ چې د عامې روغتيا وزارت د ژمنې پربنسټ به د تشخصي او درملنې زيات امکانات هرات ته ولېږدول شي.
په غونډه کې د قرنطين د مرکزونو د جوړولو، په عمومي سيمو کې د روغتيايي ټيمونو   ګومارل، د منبرونو،. جوماتونو او رسنيو له لارې خلکو ته د اطلاع رسونې په خاطر لازم تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي.
پاى \ج\ ذ

 

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 12:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.