06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر
د عامې روغتيا  وزارت د ساري ناروغيو دکنترول  رياست کمېټې نن دکرونا ويروس  دخپريدو د مخنيوي موضوع په يوه غونډه کې وڅېړله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  په غونډه کې دعامې روغتيا وزارت دپالېسۍ اوپلان  معينې  ډيوې  صمد  وويل  چې د نړۍ  له روغتيايي سازمان سره  په همغږۍ کې د ټوليزو رسنيو له لارې  د روغتيايي پيغامونو د خپرولو، په ورځ کې  څو ځلې  د لاسونو د مينځلو په ګډون د ويروس دخپريدو دکنترول او مخنيوي  په خاطردخلکو دپوهاوي، دماسک او يا دستمال په واسطه  دخولې او پزې د پټولو، له هغو کسانو سره  د نږدې اړيکې  دمخنيوي په ګډون چې دوالګي او سالنډي  پرناروغيو  اخته دي  لازم تيارى ترلاس لاندې نيول شوى دى .
هغې وويل:  دجمهور رييس په لارښوونه يوه بين الوزارتي کمېټه  رامنځته شوې ده  چې د دغې کمېټې په سرکې دعامې روغتيا وزير دى . چې په يوه همغږۍ کې  د دغه ويروس  د خپريدو  د مخنيوي  په مقصد لازم تدبيرونه  ونيول شي .
دساري ناروغيو  دکنترول رييس  ډاکتر شاه ولي معروفي وويل  چې دغه ويروس  په چين کې  خپور شو او دنړى په  ٣٣ هېوادونوکې دهغه  مثبتې پيښې  ثبت او رپوټ ورکړ شوى دى .
ډاکتر معروفي وويل چې په هرات کې  ددغه ويروس  يوه پيښه ثبت شوې چې دغه سړى  په قرنطين کې دى .
په هوايي ډګرونو کې داسکن درول او په دغه ويروس  داخته ناروغانو د درملنې لپاره  دسلو بسترو په ظرفيت  دساري ناروغيو  د روغتون  سمبالول هغه تدبيرونه دي چې اجرا کېږي .
ختم_ف _اکرم

Last modified on Thursday, 27 February 2020 05:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.