02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هرات دکرونا ويروس دکنترول په درشل کې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دکب ٩مه / باختر :
د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې دکرونا ويروس خپريدل نږدې تر کنترول  لاندې نيول شوي او په دې کار کې مبارزه  له هيلو ډکه ده.
هغوى وويل: په دغه ولايت کې له کرونا  ويروس سره مبارزه پايلې لري او خپرېدل  يې همدا اوس نږدې ترکنترول لاندې نيول شوى دى .
په هرات کې له کرونا ويروس سره  د مبارزې کمېټې  مسوول نذير احمد دهګان د دغه ټکي په څرګندولو سره وايي چې تراوسه پورې  له څوارلسو  مشکوکو  پېښو څخه  يوازې  يوه پېښه تاييد شوې او په هرات کې  دکرونا ويروس ثبت شوى دى .
د دهګان دڅرګندونوله مخې، له اوومشکوکو پېښو  څخه يوه پېښه  مثبته او شپږ تنه روغ رمټ  اورخصت شوي دي خو اووه نورې بيلګې په دې وروستيو وختو کې دتشخيص لپاره کابل ته لېږلې شوې دي .
په هرات کې له کرونا ويروس  سره دمبارزې کمېټې مسوول دغه  راز وايي چې په ويروس داخته شخص حالت دقناعت وړ دى او تر درملنې لاندې دى .
داپه داسې حال کې ده چې له ايران سره په پوله کې داسلام قلعه بندر د تېرې اوونۍ په بهير کې دلنډې مودې لپاره د ويروس خپريدو د مخنيوي په مقصد تړل شوى و، خو بيا پرانستل  شو اومسافرانو دتګ راتګ اجازه ترلاسه کړه .
خو دهرات دعامې روغتيا رييس دغه موضوع له اندېښنو ډکه بللې وه.
د هرات دعامې روغتيا رييس عبدالحکيم تمنا د دغه ټکي په څرګندولو سره  د دغه پولې پرانستوالى د ويروس د پېښو په زياتوالي کې له احتمال څخه لرې ونه بللې .
خو هغه ټينګار وکړ، چې سره له  دې هم د دوى روغتيايي ټيمونه په پوله کې  موظف دي او دڅېړنې او پوهاوي ورکونې سيستم هم په جدي  ډول دوام لري .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.