14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عامې روغتيا وزارت وياند: په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٢٣٩ تنو ته رسېدلى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
د عامې روغتيا وزارت وياند نن په يوه خبري غونډه کې د کرونا ويروس د وروستيو جزئياتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٢٣٩ تنو رسېدلى دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد الله مايار په دې خبري غونډه کې وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٤٣ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي چې   ٤١ يې په هرات او دوه پېښې په کابل کې دي.
مايار وويل چې په ټوليزه توګه د هېواد په کچه د غوڅ ملاتړ ځواکونو د څلورو پېښو په ګډون ٢٣٩ پېښې ثبتې شوې دي.
هغه څرګنده کړه چې د کرونا ويروس زياتې پېښې په کابل او هرات کې ثبتې شوې دي.
هغه زياته کړه: هېڅ وروستۍ پېښه ايران ته د سفر تاريخ نه لري او دا په دې مانا ده چې په ټولنه کې د کرونا ويروس ګرځېدل زياتېږي چې بايد له پخوا زيات احتياط وشي.
هغه زياته کړه چې د کرونا ويروس پېښې مخ په زياتېدو دي او خلک بايد د عامې روغتيا  وزارت روغتيايي لارښوونې واوري او هغه عملي کړي.
د عامې روغتيا وزارت وياند زياته کړه چې بايد عمومي او سراسري اوربند اعلام شي او له مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له کرونا ويروس سره په مبارزه کې دې ونډه واخلي، ځکه کرونا مخالف او موافق نه پېژني او د انسانانو د له منځه وړلو سبب کېږي.
ختم- ج –اکرم

 

Last modified on Thursday, 02 April 2020 11:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.