19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل د ريشخورو په ساحه کې ديو روغتيايي مرکز دجوړولو کار پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختردلړم درې ويشتمه
دعامې روغتيا وزارت نن دکابل ولايت په ريشخورو ساحه کې ديو سمبال روغتيايي مرکز دجوړولو کار پيل کړ ددغه مرکز په جوړولو سره به د سيمې دڅه دپاڅه ديرشو زره کورنيو روغتيايي ستونزې لرې شي دباختر آژانس دخبرله مخې : په هغه مراسموکې چې له همدې امله پرځاى شوې وه دعامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثريادليل ، دکابل والي عبدالجبارتقوا په ولسي جرګه کې دخلکو استازې نظيفي ذکي  او دسيمې يوشمير اوسيدونکو ګډون کړى و.
دعامې روغتيا وزيرې  دروغتيايي خدمتونو  دودي او پرمختيا په برخو کې ددغه روغتيايي مرکز جوړول يو مثبت ګام وباله او وې ويل چې ددغه مرکز په جوړولو سره ددغې سيمې اوسيدونکو ته لازمې روغتيايي آسانتياوې برابريږي.
ډاکترې دليل د روغتيايي خدمتونودده اوښه والې ددغه وزارت له مهمو هدفونو څخه وبلل او وې ويل دغه وزارت په پام کې لري په کابل کې يوه فعاله کلينيکي شبکه جوړه کړي چې په روغتونونو کې دبرسيرن ناروغانو زياتوالې لږشي او روغتونو نه زيات تخصصي شي.
دعامې روغتيا وزيرې دبودجې کمښت او دروغتيايي مرکزونو جوړولوته دځمکې کمښت ددغه وزارت په وړاندې خنډونه وبلل او وې ويل په کابل ولايت کې څه دپاڅه څلويښت کلينيکونه فعاليت کوى چې اووه ديرش يي په کرايي کورونو روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
په دغو مراسموکې دکابل والي عبدالجبار تقوا خبري وکړي او دعامې روغتيا وزارت ددغه اقدام له امله دقدرداني په ترڅ کې يې وويل دولت هلې ځلې کوي چې خلکوته لازم خدمتونه وړاندې کړي او له خلکوڅخه  يې وغوښتل چې دخدمتونو دبرابرولو په برخو کې له دولتي مسولينو سره زياته همکاري وکړي.
په همدې ډول دولسي جرګې غړي جنرالې نظيفې ذکي دموضوع په باب خبرې وکړي او څرګنده يې کړه چې دعامې روغتيا وزارت مشرتابه دخلکو په روغتيا يي اړتياو په پوهيدو سره تل دهغو غوښتنو ته مثبت ځواب ويلي دي.
دريشخورو روغتيايي مرکز ديو جريبه ځمکې په ساحه کې دايتلاف دځواکونو په مرسته دڅلور سوه زرو ډالرو په لښګت په يويوړکې په پاخه  او اساسي ډول له څلورو څخه ترشپږو راتلونکو مياشتو پورې جوړيږي  چې په جوړولو سره يې دريشخورو او شاوخوا ناحيو څه دپاڅه ديرشو زروتنو اوسيدونکو ته لازم روغتيايي خدمتونه برابريږي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.