01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د کرونا ناروغانو ته د سا اخيستلو د لسګونو مصنوعي دستګاوو د برابرولو لپاره هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ١٨مه / باختر
په هرات کې د کويډ – ١٩ ناروغانو د درملنې د مرکز لپاره په نږدې راتلونکې کې  د مصنوعي سا اخيستلو ٤٠ دستګاوې برابرېږي.
د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي: ټاکل شوې ده له بېلابېلو لارو د مصنوعي سا ورکولو ٤٠ دستګاوې برابرې او د کويډ – ١٩ ناروغانو د درملنې  د مرکزونو په واک کې ورکړې شي.
د هرات  د عامې روغتيا رييس عبدالحکيم تمنا وايي چې له پرله پسې هلوځلو سره سره ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځوکې د مصنوعي سا ورکولو٤٠ دستګاوې چمتو او د کويډ - ١٩ ناروغانو د درملنې د مرکزونو په واک کې ورکړې شي.
د تمنا د څرګندونو له مخې؛ دغه دستګاوې د هرات لپاره د ٤٠٠ ميليونو افغانيو ځانګړې شوې بودجې څخه برابرېږي.
د هرات د عامې روغتيا رييس هيله څرګنده کړه چې ډېر ژر زياتې دستګاوې چمتو او د کويډ – ١٩ ناروغانو د اختصاصي مرکزونو په وا ک کې ورکړي.
د مصنوعي سا ورکولو د دغو دستګاوو په برابرولو سره به د هرات زياتې ستونزې  لرې او لازمې اسانتياوې برابرې شي.
ختم - ج –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.