01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هغه کارونه چې د قرنطین په وخت کې یې باید په کورونو کې وکړو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ١٨مه / باختر
لومړی خو باید دا درک کړو چې قرنطین دا مانا نه لري چې موږ چکر ووهو او  مېلې وکړو. د قرنطین په موده کې باید په خپلو کورونو کې پاتی شو او په دې توګه د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسو .
په دغه وخت کې چې په خپلو کورونو کې یاستئ،  څه باید وکړئ؟
۱. عبادت وکړئ؛ ابن عباس (رض) وايي: پیغمبر (ص) وویل: "دوه برکتونه دي چې ډېر خلک یې ضایع کوي: روغتیا  او وخت." (صحیح بخاری) . په دی وخت کې چې تاسې په کورنو کې یاستئ، باید شکر وباسئ چې روغ یاستئ او هم کوښښ وکړئ چې له دغه وخته پوره ګټه واخلئ، عبادت وکړئ، لمونځ وکړئ، قرآن شریف تلاوت کړئ او الله (ج ) ته توبه وباسئ ؛
۲. نوې ژبه زده کړئ، خپل د ورځی ۳۰ دقیقی وخت هره ورځ د نوی ژبی زده کولو ته ځانګړی کړئ ، لکه  انګلیسی، عربی ، فرانسوی یا هم بله ژبه. که انترنیت لرئ کولی شئ چې د انترنیت له لاری هم ژبې زده کړئ.
۳. کتاب ولولئ، کوښښ وکړئ د ورځې په اوږدو کې یو څه وخت د کتاب لوستلو ته ځانګړی کړئ؛ مطالعه مو پر خپل عادت بدله کړئ؛ او هره ورځ تری یو څه نوی زده کړئ او کېدای شي هغه کتاب چې تاسو یې لولئ، د دې لامل شي چې ژوند مو بدل شي. دا روښانه خبره ده چې مطالعه کولی شي تاسو او ستاسو ژوند بدل کړي.
۴.  خپلې روغتیا ته ډیر پام وکړئ ،د قرنطین په موده کې چې کله په خپل کور کې یاستئ ډیر کوښښ وکړئ هغه وقایوی لارښوونی چې د عامی روغتیا وزارت له خوا وړاندی شوی عملی کړئ، لکه لاس مینځل، له کور څخه د بهر وتلو په وخت کې د ماسک او دستکشو کارول ، په هغو ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، تګ را تګ نه کول او تر ټولو مهمه د ټولنیز واټن ساتل. که له کوم چاسره ولاړ یاست لږ ترلږه  باید یو متر واټن  خپل منځ کې وساتئ، د روغبړ په وخت له لاس ورکولو او غیږې ورکولو ډډه وکړئ. که چیرته ټوخی، سرخوږی، تبه، ځان دردی یاهم نفس تنګی لرئ نو ژر ډاکتر او یا هم نږدې روغتون یا کلینیک ته مراجعه وکړئ.
۵. خپل کور پاک وساتئ. د ساری ناروغی متخصیصین وایی چې مکروب او جراثیم کولی شی چې ستاسو کورو ته هم راشی، نو ځکه  ډیره اړینه ده چې خپل کور تل پاک وساتئ او پر هغو ځایونو باید ډیرتمرکز وکړئ چې تاسی  هغه ډیر لمسوئ، لکه د دروازی لاستی، تلویزیون ریموت، د ګروپ د لګیدو تکمه، یخچال، د نلونو لاستی او داسی نور چې باید ډیره توجه ورته وشی او همیشه پاک کړی شی. کله چې تاسو له دباندې څخه کور ته راځئ تل  په یاد ولرئ  چې لومړی باید خپل لاسونه ومینځئ او بیا هغه ځایونه چې تاسو لمس کړی دی.
۶. ورزش وکړئ ورزش نه یوازې وزن کموي بلکې ګڼې نورې ګټې هم لري، لکه د حافظی ښه والی، د بدن د فزیولوژی حالت ښه والی، پر نفس د باور لوړوالی، د اندیښنی او فشار کمول، د بدن خوندیتوب، د خوښۍ احساس او نور. د قرنطین په موده کې لږ ترلږه د ۳۰ دقیوقو لپاره هره ورځ ورزش وکړئ. که چیرته په یو خت نه شی کولی بیا یی ۱۰ دقیقی سهار، ۱۰ دقیقی غرمه  او ۱۰ دقیقی ماښام ورزش وکړئ.
۷. له غریبانو سره مرسته وکړئ. د قرنطین په موده کې به ښارونه بند وی، دکانونه او د نورو کارونو ځایونه به هم بند وي. په هیواد کې له بده مرغه غریبان، کونډی او یتمیان ډیر زیات دی او په نورو ورځو کې دوی همدومره پیدا کوی چې یوه ورځ یی وشی او اوس چې له کورو وتلی نه شی او کار کولی نه شی که ستاسو وس رسی له داسې خلکو سره د الله ج لپاره مرسته وکړئ او که چیرته د کور یا دکان مالک یاست نو د دی میاشتی کرایه ورته وبښئ. ځکه  چې کارونه نشته او هغوی پیسی هم ګټلی نه شی. له عبدالله ابن عمر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) وفرمایل: د ځمکی پر سر مهربانه اوسئ او هغه څوک چې پر ځمکې اوسی پر هغوی مهربانه اوسئ، نو هغه څوک (الله ج) چې په اسمانونو کې دی، هغه بر پر تاسو مهربانه شی.
۸.  ښه خواړه وخورئ، له واکسین پرته، هیڅوک نه شي کولی چې په بشپړه توکه د کرونا له  ناروغې ځان وساتي او پری اخته نه شي ، کار پوهان وایی چې د واکسین جوړول لا هم شاید یونیم کال وخت ونیسی. مګر د امکان تر حده صحي خوراک نه یوازې زموږ د فزیکي روغتیا لپاره مهم دی ، بلکې زموږ رواني حالت ته هم اړین دی. سالم خواړه د داسې ناروغیو مخه نیسي لکه د زړه ناروغي، شکره، د بدن چاغوالی ، او همدارنګه د فشار کمول او داسی نوری ناروغۍ.
تاسو اړتیا نه لرئ یو ځانګړی رژیم تعقیب کړئ ، یوازې  له  پروسس شويو خواړو ډډه  وکړئ ځکه چې  په هغوی کې بوره ډیره وی. زموږ د ذهنی روغتیا لپاره غوره خواړه عموما صحي خواړه دي او ډیر کوښښ وکړئ په خپلو خوړو کې  شنه ترکاری او میوه جات شامل کړئ. په تېره بیا  له  ویتامین سی څخه ډیره استفاده وکړئ لکه لیمو، کینو، مالټه، نارنج، شین مرچکی، دلمه مرچکی. دا  ستاسو د بدن دفاعی سیستم قوی کوي
له  سګرټ څکلو او نورو نشه یی توکو له کارولو ډډه وکړئ.
۹.ښخ  خوب وکړئ. خوب زموږ د بدن لپاره ډیر اړین دی، کم خوب زموږ پر روغتیا لوی تاثیرات اچولی  شي، زموږ پر روانی حالت او عصابو منفی اغېز کوي او کمخوبی کولی شی د زړه تکلیف او شکره رامنځ ته کړي او  د بدن د چاغوالي، تشویش او لوړرفشار سبب شي.
لکه څنګه چې موږ د خوړلو ، کار کولو او تمرین کولو مهال ویش لرو ، نو دا مهمه ده چې د  منظم خوب لپاره هم  مهالوېش ولرو، په وخت ویده شو او وختې پاڅیږو. د ډیرو خلکو لپاره ، د شپې له نهو نه تر شپږو ساعتونو پورې خوب کافي دی.
۱۰. ټولنیزې اړیکی وساتئ، اوس تر پخوا ډیر ، موږ خپلو ملګرو او خپلوانو ته اړتیا لرو. شواهد ښیې چې ټولنیزې اړیکی زموږ د روغتیا لپاره همغومره اړینې دی لکه  څومره چې څښاک او خوب اړین دی. نه ، تاسو نه شئ کولی چې د قرنطین په حالت کې یوبل کره لاړشئ  یا یو بل ته میلمستیا وکړئ او یا هم دباندی چیرته وګورئ، ډیر کوشش وکړئ چې ټولنیزې اړیکی مو پرې نه کړئ او تل له یو بل سره د تلیفون، فیسبوک یا هم واتس اپ له لارې اړیکی ونیسئ.
۱۱. کوښښ وکړئ د کور په کارونو که  له خپلی خور، میرمنی سره مرسته وکړئ او ځان بیکاره پری نه ږدئ.
محمد الکوزی

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.