01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څه دپاسه ديرش  جريبه دولتي ځمکه  دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

څه دپاسه ديرش جريبه دولتي ځمکه دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دښار جوړولو او ځمکه والى...

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : ناپيژاندو وسله والو کسانو نن...

په ميدان وردګو کې دهاوان ماين دلګېدو له امله  درې ماشومان شهيدان شول

په ميدان وردګو کې دهاوان ماين دلګېدو له امله درې ماشومان شهيدان شول

-کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دميدان وردګو ولايت دنرخ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې "غورياني" د کرونا ناروغانو د تجريد او درملنې ٣٠٠ بستريز روغتون پرانيستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د وري ١٨مه / باختر
"غورياني" د کرونا ناروغانو د تجريد او درملنې ٣٠٠ بستريز روغتون په هرات کې پرانيستل شو.
د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي: دغه ودانۍ د ٦٤ متره سړک په وروستۍ برخه کې موقعيت لري او د يو کسيزو خونو، حمام او تشناب په ګډون  د ژوندانه ټولې اسانتياوې او وړيا انټرنت لري.
د هرات د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم تمنا وايي چې د دغه روغتون  روغتيايي کارکوونکو هم درې اوونۍ مخکې ګومارل شوي دي او په کرونا ويروس د اخته ناروغانو د تجريد او درملنې لپاره يې لازمې زده کړې کړې دي اوخدمت تهچمتو دي .
د تمنا د څرګندونو له مخې؛ په دغه مرکزکې يوازې مشکوک ناروغان  تجريد او بستر کېږي.
د شيدايي مرکز به هم د سختو ناروغانو لپاره ځانګړى شوى او په پرمختللو امکاناتو به  سمبال وي.
په دغه روغتون کې تراوسه کوم ناروغ نه دى بستر شوى او له پرانيستلو وروسته به له شيدايي روغتون څخه مشکوک ناروغان دغه روغتون ته ولېږدول شي.
ختم - ج –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.