01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مايار: په کرونا ويروس د ځوانانو اخته کېدل زيات دي، خو د بوډاګانو مړينه پکې ډېره ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي: په تېرو ٢٤ ساعتوکې په هېواد کې د کرونا ويروس ٣٠ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ٣٦٧ ته ورسېد.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ وحيدالله مايار نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په  تېر٢٤ ساعتوکې دکرونا ويروس ٣٠ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په هرات کې ١٦، په کابل کې ٦، په نيمروز ٣ او په کندز او فارياب کې ٢ -٢ پېښې ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه: په دې موده کې په بلخ کې دوه تنه چې مخکېنې ناروغي هم لرله؛ مړه شوي دي او يو تن په کابل کې روغ شوى دى.
په کرونا ويروس زياتره اخته کسان ځوانان دي، خو د دغه ويروس له امله د مړو شمېر په زيات عمر لرونکي کې دي.
مايار زياته کړه: په ترلاسه شوي شمېرنوکې ښځې د نارينه و په نسبت په دغه ويروس لږ اخته کېږي.
په هېواد کې په دغه ويروس ٢٧ سلنه ښځې او ٧٢ سلنه نارينه په دغه ويروس اخته شوي دي.
هغه د کابل پېښو په اړه وويل چې دغه ويروس په ټول کابل ښارکې شته او زياتره پېښې د کابل په لوېديځ کې دي چې هغوى ايران ته د سفر سابقه لري.
هغه له ټولو کابل ښاريانو او په تېره بيا هغو کسانو څخه چې له ايران څخه راستانه شوي دي؛ وغوښتل چې د دغه ويروس د نښو نښانو د کتنې په صورت کې دې ډېر ژر د کتنو د ترسره کولو په خاطر د افغان - جاپان روغتون ته ورشي.
هغه زياته کړه: که چېرې په هېواد او په تېره بيا کابل کې پېښې زياتې شي، په کابل ښار کې به زيات محدوديتونه ولګول شي.
مايار په ولايتونو کې د تياريو په اړه وويل: په هر ولايت کې د شلو بسترو په ظرفيت ځانګړې برخه د کرونا ويروس پېښو ته په پام کې نيول شوي دي او روغتيايي کارکوونکې هم روزل شوي دي.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.