30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د کابل د امنيې...

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د سمنګانو په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې په کرونا ويروس د يوه اخته کس درملنه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
په لغمان کې په کرونا ويروس يو اخته ناروغ خپله روغتيا ترلاسه کړه.
حضرت بلال  د لغمان  په مرکزي روغتون کې له درملنې وروسته خپل کور ته لاړ.
ډاکټران وايي چې درې ځلې د هغه کتنې  منفي وې، دا ښيي چې ويروس د ده له بدن څخه ورک شوى دى.
حضرت بلال د لغمان د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې د حج مراسمو د راستنيدو په وخت کې په ننګرهارکې تشخيص شو چې په کرونا ويروس اخته دى.
د لغمان د مرکزي روغتون رييس محمد فاروق سهاک باختر آژانس ته وويل چې  حاجي حضرت بلال له روغتيا وروسته له روغتون څخه رخصت شوى دى.
په همدې حال کې په افغانستان کې د کرونا ويروس د تداوي شويو کسانو شمېر ٢٠ ته ورسېد.
په افغانستان کې د دغې ناروغى له امله ٩ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت نن په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر  ٣٦٧ تنه اعلام کړ او ويې ويل چې سلګونه مشکوکې پېښې تر څېړنې لاندې دي.
ختم -ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.