01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څه دپاسه ديرش  جريبه دولتي ځمکه  دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

څه دپاسه ديرش جريبه دولتي ځمکه دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دښار جوړولو او ځمکه والى...

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : ناپيژاندو وسله والو کسانو نن...

په ميدان وردګو کې دهاوان ماين دلګېدو له امله  درې ماشومان شهيدان شول

په ميدان وردګو کې دهاوان ماين دلګېدو له امله درې ماشومان شهيدان شول

-کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دميدان وردګو ولايت دنرخ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بلخ د وري تر پايه پورې په بشپړ ډول قرنطين شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل / د وري ١٩مه / باختر د بلخ سيمه ييزو مسوولينو پرېکړه وکړه چې د مزارشريف ښار او د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ د وري تر پايه پورې په بشپړ ډول قرنطين وي. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال محمد يعقوب آزرده د خبر له مخې؛ په هېواد کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره سيمه ييزو مسوولينو په هغې غونډه کې چې په پارلمان او ولايتي شورا کې د خلکو له استازو، علمانو شورا، سپين ږيرو او له مدني ټولنې سره لرله؛ پرېکړه وشوه چې په مزارشريف ښار او د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د ټولنې د سلامتيا او د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د روان کال د وري ترپايه پورې دې قرنطين شي او د اوضاع په خرابيدو سره دې قرنطين ته دوام ورکړ شي. دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې د کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١١ ښودل شوى، ٣ تنه مړه شوي او يو کس هم روغ شوى دى. خو د مزارشريف ښاريان وايي: کله چې دولت ښار قرنطين کوي؛ بايد بېوزلو او اړو خلکو ته هم پام وکړي. بلخ له هرات او کابل وروسته درېيم ولايت دى چې په درېيو پړاوونو کې د دغه ولايت د سيمه ييزو مسوولينو او د بيړني حالاتو د کميټې له لوري قرنطين کېږي. پاى \ ذ
Last modified on Tuesday, 07 April 2020 16:16

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.