01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

څه دپاسه ديرش  جريبه دولتي ځمکه  دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

څه دپاسه ديرش جريبه دولتي ځمکه دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دښار جوړولو او ځمکه والى...

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : ناپيژاندو وسله والو کسانو نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوه کمېټه په بدخشان کې د يوه ځوان وژل کېدل څېړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل / د وري ١٩مه / باختر په کرونا ويروس د يوه اخته مړ شوي ځوان پلار وايي چې زوى يې د روغتيايي کارکوونکو د نه پاملرنې له امله د فيض آباد په ولايتې روغتون کې ژوند له لاسه ورکړى دى. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په کرونا ويروس د اخته مړ شوي ځوان پلار وايي چې زوى يې د دغه ولايت د شهيد استاد برهان الدين رباني په ولايتي روغتون کې د قرنطين په څانګه کې بستر و چې پرون يې د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله خپل سر د اکسيجن په کپسول وهلى او مړ شوى دى. هغه وايي: زوى مې درې مياشتې مخکې له ايران څخه روغ هېواد ته راستون شو او يوازې د والګي په مرض اخته و، کله مې چې هغه د درملنې په موخه د فيض آباد ولايتي روغتون ته بوته؛ ډاکټرانو هېڅ پاملرنه ونکړه او آن ناروغ ته مې د اکسيجن په ورکولو حاضرنه و. د بدخشان والي محمد ذکريا سودا پرون د روغتيا په يوه فوق العاده غونډه کې وويل: د دغې پېښې په اړوند يوه کمېټه جوړه شوې ده، په هغه صورت کې چې د بدخشان روغتيايي کارکوونکو بې پروايي کړې وي؛ هغوى به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. د بدخشان والي په دې غونډه کې زياته کړه: تر راتلوونکو اتو ورځو پورې به په بدخشان کې د کرونا ويروس د پېښو د تشخيص يو مرکز جوړ شي او له تخار او کندز ولايتونو څخه به هم د کرونا ويروس د مشکوکو کسانو د وينې سمپل بدخشان ته ولېږدول شي. پاى \ ذ
Last modified on Tuesday, 07 April 2020 16:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.