04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کرونا ويروس د تشخيص يوه دستګاه د بلخ روغتون ته ورکړ شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د (پي.سي.آر) د تشخيص يوه دستګاه چې له هغه څخه د کرونا ويروس په تشخيص کې کار اخيستل کېږي؛ د بلخ د عامې روغتيا له رياست سره مرسته وکړه.
دغه دستګاه د کرونا ويروس د مشکوکو پېښو د تشخيص په موخه پرون له دوه سنټرفيوژ او يولب ټاپ کمپيوټر سره وسپارل شوه.
دغه دستګاه په يو نيم ساعت کې کولاى شي د کرونا ويروس ٨٠ مشکوک سمپلونه  تشخيص کړي چې د هغې د لوړ ظرفيت له پلوه اوسنيو شرايطو ته ډېره ګټوره ده.
د بلخ د عامې روغتيا رييس باختر آژانس ته وويل چې د بلخ د عامې روغتيا رياست  د دغېدستګاه په ترلاسه کولو سره د نورو شمالي ولايتونو د مشکوکو سمپلونو د تشخيص لپاره وړتيا هم ترلاسه کړه.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.