04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې د کرونا ويروس په اړوند د پوهاوي ورکولو او د سيمو د عفوني ضد کولو کمپاين دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
په ننګرهار کې په کرونا ويروس د اخته کېدو د مخنيوي د لارو چارو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو ترڅنګ د عمومي ځايونو د عفوني ضد کولو بهير دوام لري.
دغه راز د خصوصي او دولتي بنسټونو کارکوونکي او ځوانان بازارونو ته ځي او پر خلکو د سکشې، ماسکونه، صابون او د عفوني ضد کولو اوبلن توکي وېشي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ځوانان او پانګه وال د دولتي بنسټونو ترڅنګ د کرونا ويروس په وړاندې خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.
تراوسه د جلال آباد ښار او د ولسواليو يوشمېر سيمې عفوني ضد شوې دي او دغه راز ځوانان او دولتي کارکوونکي په کرونا ويروس د اخته کېدو د مخنيوي د لارو چارو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
د هېواد په ختيځ کې د ننګرهار ولايت تراوسه د کرونا ويروس د درېيو مثبتو پېښو ډګر دى.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د شمېرنو له مخې؛ تراوسه ٤٢٣ تنه په هېواد کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
دغه راز په افغانستان کې په کرونا ويروس ١٤ اخته کسان مړه شوي دي او د ٢٠ کسانو درملنه شوې ده.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.