04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عامې روغتيا وزارت: خصوصي روغتونونه د کرونا ويروس د تشخيص ځواکمنتيا نه لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت وايي چې هېڅ خصوصي روغتون د کرونا ويروس د تشخيص وړتيا نه لري.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې خصوصي روغتونونه له عامې روغتيا وزارت څخه د کرونا ويروس د تشخيص غوښتنه کړې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت يو پلاوي دغه روغتونونه څارلي دي او هېڅ روغتون د کرونا ويروس د تشخيص لپاره معياري وسايل او تجهيزات نه لري او دغو روغتونونو ته د کرونا ويروس د تشخيص اجازه نه ده ورکړ شوې.
د عامې روغتيا وزارت وياند په کابل ښارکې په ګرځيدو او راګرځيدو د بنديز د زيات جديت خبر ورکړ او ويې ويل چې د کورنيو چارو وزارت سر له ننه د روغتيايي، امنيتي او د هغو ادارو د کارکوونکو چې د هغوى کار ته اړتيا ده؛ پرته کابل ښاريانو ته د ګرځيدو اجازه نه ورکوي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ پر هغو امنيتي ځواکونو چې د دغه کار په تطبيق کې دنده ترسره کوي؛ روغتيايي بستې وېشلې دي.
ختم- ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.