04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهورريیس غني په مشرۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وشوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د وري ٢١مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د عامې روغتیا وزارت له رهبري پلاوي سره په غونډه کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دغه وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو اقداماتو راپور وړاندې کړ وې ویل، د عادي روغتیایي خدمتونو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې زموږ کارونه دوام لري.
هغه له عامې روغتیا وزارت څخه د جمهورريیس د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه او د کرونا ویروس خطرونو ته په پام یې په تدارکاتي پروسه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه وړاندیزونه وکړل.
د عامې روغتیا وزیر د مکافاتو او مجازاتو پر اصل هم ټينګار وکړ، ويې ویل: باید زموږ ظرفیتونه او صلاحیتونه زیات شي.
ډاکټر فېروز زیاته کړه: بین المللي بنسټونه باید په همغږي ډول له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره کار وکړي.
وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل: حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیز اقدامات کړي، ولایتونو ته بودجه ځانګړې شوه، والیانو ته د دې بودجې د مصرف صلاحیت ورکړ شو او هغوی به د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې په غونډو کې حضور ولري.
هغه زیاته کړه: که چېرې د والیانو په کړنو کې کوم ځنډ رامنځته کېږي، د جمهوري ریاست عالي مقام ریاست به یې د حل په برخه کې عاجل اقدامات وکړي.
د جمهورريیس لومړي مرستیال وویل: له بین المللي بنسټونو سره باید د همغږۍ غونډه جوړه شي او والیان هم باید په کې برخه ولري.
وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل: باید یو مقتدر کمېسیون جوړ شي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې صلاحیتونه او ځواب ویل له یوې سرچینې څخه ترسره شي.
هغه پر دې په ټینګار سره چې د عامې روغتیا وزارت مسلکي ظرفیتونه باید زیات شي، زیاته کړه: د عامې روغتیا وزارت د عادي تشکیل ترڅنګ باید په دغه وزارت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو لنډمهال تشکیل هم جوړ شي.
جمهورريیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: کرونا موږ ته جدي ګواښ رامنځته کړی، باید په همغږۍ او ګډه مبارزه ورسره وشي.
هغه د جمهوري ریاست له دویم مرستیال څخه وغوښتل چې د روغتیایي عاجلو صلاحیتونو د ورکړې د منظور په موخه پر یوې لایحې کار وکړي او د تدارکاتي چارو د چټکتیا په موخه باید له ملي تدارکاتو ادارې سره یوه غونډه جوړه او د اړتیا په صورت کې دې عاجل کارونه عملیاتي واحد ته وسپارل شي.
جمهورريیس وویل: هماغسې چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف لپاره والیانو ته صلاحیتونه ورکړل شوي، د عامې روغتیا ولایتي ريیسانو ته به هم د شفاف او ځواب ویونکي میکانېزم په چوکاټ کې مشخص پولي واکونه ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: باید د مکافاتو او مجازاتو لپاره واضح معیارونه موجود وي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: له مدیریتي نظره اوسنی تشکیل د روغتیایي خدمتونو د ټولو اړتیاوو ځواب نشي ویلی او عامې روغتیا وزارت دې په مرکز او ولایتونو کې د ځانګړي اضطراري تشکیل جوړولو په اړه په خپل وړاندیز کار وکړي.
هغه زیاته کړه: د کرونا ویروس له ګواښ څخه وروسته باید یو کاري ټیم تیار اوسي چې د هغه راتلونګي ګامونه مدیریت کړي.
جمهورريیس څرګنده کړه: له بین المللي بنسټونو سره همغږي یوه اړتیا ده او د خپلو خبرو په پای کې یې د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې د رضاکارانو د ګومارنې لپاره خپله مدیریتي طرحه وړاندې کړي او همدا راز د مصرف، اجراآتو، ګومارنو او تطبیق صلاحیت دې هم مشخص کړي.#
پاى/ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.