13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عامې روغتيا وزير د اختر په ورځو کې د روغتيايي خدمتونو کيفيت وڅېړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز د دغه وزارت له معينانو او رييسانو سره په غونډه کې د نېکمرغه کوچني اختر په ورځوکې د هېواد د مرکز او ولايتونو د روغتونونو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو کيفيت وڅېړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د عامې روغتيا وزارت معينانو د اخترپه ورځوکې د کابل په روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو د څرنګوالي  رپوټ وړاندې کړ چې د قناعت وړ و.
دغه راز د هرات، بلخ او قندهار په روغتونونوکې له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د کيفيت په اړوند هر اړخيز رپوټونه وړاندې شول.
ډاکټر فېروزالدين فېروز د کابل او ولايتونو له روغتونونو څخه د معينانو د څارنې او اړيکو له بهير څخه د رپوټونو له اورېدو وروسته، د نېکمرغه کوچني اختر په ورځوکې د کرونا ويروس د درملنې په روغتونونوکې د اختصاصي خدمتونو د وړاندې کولو او د روغتيايي پرسونل پر شتون خوښي څرګنده کړه.
په غونډه کې دغه راز د چلنجونو، د حل لارو چارو، د کرونايي ناروغانو د درملنې لپاره د څو نويو روغتونونو د چمتو کولو او د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د آزموينې د ظرفيتونو د لوړولو په اړه خبرې اترې وشوې.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.