02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر

د کروناویروس خپرېدا د مخنیوي لپاره د ګڼو هېوادونو کوښښونو لا کومه مثبته پایله نه ده ورکړې. د درېمې نړۍ هېوادونه خو د خیر پر غوڼدۍ ناست دي او منتظر دي چې  پرمختللي هېوادونه د کرونا ویروس واکسین اوهمدارنګه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ درمل جوړ کړي او بیا یې دوی ته هم ورکړي. له بده مرغه د وروسته پاتي هېوادونو برخلیک همداسې دی. په دغه راز حالت کې باید څه وشي؟

د باختر آژانس مفسر دې پوښتنې ته د ځواب موندلوکوښښ کړی دی او لیکي:

ترهغو چې د کرونا ویروس واکسین او درمل جوړېږي، د دغه سترآفت پر وړاندې د  درېدو او مقابلې مسوولیت د هرهېواد حکومت او خلکو ته متوجه دی. کله چې په هرات کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې، حکومت او خلکو سملاسي غبرګون وښود او اړین تدابیر یې ونیول. په کابل او همدارنګه یو شمېر نورو ښارونوکې قرنطین نافذ شو، د ماسکونو او دستکشو کارول ډېر شول، ټولنیز واټن رعایت کېده او نور اړین تدابیر هم عملي کېدل؛ خو له بده مرغه دغو تدابیرو ډېر دوام ونه موند او په روژه کې خلکو له رسمی اعلان پرته قرنطین مات کړ. حکومت هم د روژې په درناوي د قرنطین پر ماتېدو سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړل، چې نه څه ګوري او نه څه اوري. پایله دا شوه چې کرونا په چټکۍ خپره شوه. که پخوا به د ورځې لس ګونه مثبتې پېښې ثبتېدې، اوس دا شمېر سل ګونو ته رسېدلی دی.

د رپوټونو له مخې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې کرونا دومره خپره شوېده چې په هر کور کې دوه او درې پرې اخته دي. دا چې د کرونا په اړه تبلیغاتو یو ډول منفي ذهنیت رامنځ ته کړ، نو هلته خلک وایي چې په محرقه اخته شوي دي. په داسې حال کې چې د ډاکټرانو په وینا د خپرې شوې ناروغۍ ټولې نښې د کرونا دي، خو خلک له ټولنیز شرمه هغه کرونا نه بولي او وایي محرقه ده.

که حالت همداسې دوام ومومي، نو شک نشته چې یو ستر بشري ناورین د پېښېدو په  درشل کې دی. د افغانستان سیاسي، پوځي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د دغه راز ناورین زغم نه لري او که خدای مه کړه دا ناورین رامنځ ته شو، نو هېواد به مو د تباهۍ کندې ته ولوېږي.

 اوس هم وخت شته چې موږ د دغه راز ناورین مخه ونیسو. هر څه زموږ په خپل لاس  کې دي. لکه په پيل چې وویل  شول هم حکومت مسوولیت لري او هم خلک. دا د حکومت مسوولیت دی چې خلک مجبور کړي قرنطین رعایت کړي، ټولنیز واټن وساتي او د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي.

همدارنګه  خلک باید له خپل ژوند سره لوبې ونه کړي او د قرنطین په رعایتولو کې له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي. د هغو پرخلاف غوڅ چلند ته اړتیا ده چې کرونا لا ټوکې ګڼي، یوه جوړه شوې ډرامه یې بولي او د قرنطین شرایط نه رعایتوي. موږ باید دغه راز بې پروا خلکو ته اجازه او فرصت ورنه کړو چې د ټول ملت ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

ن.ش.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.