27 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د پکتيکا هوايي ډګر په مخابروي دستګاو سمبال شو

کابل/ د تلي٦مه/ باختر د ملکي هوايي چلند ادارې پرون...

په کندز او بغلان کې څوارلس ماینونه شنډ شول .

کابل د تلې ۶ باختر دفاعي منسوبانو د کندز او...

په هرات کې د پوليسو لسګونو منسوبان له دندو لېرې کړاى شول

هرات / د تلي٦مه/ باختر د هېواد د کورنيو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هېواد کې په کرونا ويروس داخته کسانو شمېر له ١٣٠٠٠ تنو څخه زيات واوېښت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دغبرګولي ٨مه / باختر :
په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  دکروناويروس د٥٨٠نويو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې  په دغه ويروس داخته کسانو شمېر په ١٣٠٣٦تنو ورسېد .
دباختراژانس دخبرله مخې، دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين ډاکټر وحيدمجروح  نن  په يو خبري کنفرانس کې وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې دکروناويروس  ٥٨٠مثبتې پېښې ثبتې شوي دي .
  هغه وويل : له دې جملې څخه ٣٢٢ پېښې په کابل ،  ١٣٩ پېښې په هرات ، ٢٧ پېښې په پنجشير ، ٢٢ پېښې په  بلخ ، ٢١ پېښې په فراه ، ٢٠ پېښې په پکتيا ، ١٥ پېښې په فارياب ، او  ١٤ پېښې په پروان کې ثبتې شوي دي .
هغه زياته کړه چې  په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې په کرونا ويروس ٦٥ تنه اخته کسان روغ شوي دي چې دټولو روغو شويو کسانو شمېر ١٢٠٩ تنو ته رسيدلى دى .
دغه راز په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې په کروناويروس اته تنه اخته کسان مړه شوي دي چې په دې سره په هېواد کې دکروناويروس له امله  د مړو شويو شمېر ٢٣٥تنو ته رسېدلى دى .
ډاکټرمجروح ټينګاروکړ چې خلک دې بايد دعامې  روغتيا وزارت روغتيايي لارښوونې په جدي ډول رعايت کړي اوله غير ضروري ګرځيدو څخه چې دکرونا ويروس  دزيات خپرېدو سبب کېږي  ، ډډه وکړي .
  ختم _ج _اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.