13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لوګرکې په کرونا ويروس داخته کسانو لوړشمېرثبت شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پل علم / د غبرګولي ١١ مه/ باختر  
لوګرکې د کرونا ويروس له پيل څخه  پرون په دغې ناروغۍ د اخته کسانو لوړ شمېر ثبت شو.
د لوګر روغتيايي مسوولان وايي چې په تېرو ٢٤ساعتو کې په دغه ولايت کې ١٩ مورده ثبت شوي دي چې په کرونا ويروس  داخته کسانو شمېر ١٨٢  تنو ته ورسيد .
د لوګر دعامې روغتيا رياست د سيرويلانس مسوول ډاکترصفي الله ناصري باختراژانس ته وويل ؛ د يوې ښځې په ګډون د يارلس کسان په پل علم ښار،  دوه په څرخ ولسوالۍ ، درې په بره کې برک ولسوالۍ   او يو کس په محمداغې ولسوالۍ کې  په کرونا ويروس اخته شوي دي . دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې يو تن په دې ناروغۍ  اخته شوى مړ شوى دى.
اصفي زياته کړه  تراوسه  پورې ٣٥ کسان په  لوګر کې روغ شوي دي .
لوګر کې ځينې کسان په دې باور دي که دولت  په پل علم ښارکې  قرنطين  په جدي ډول تطبيق نه کړي او دخلک دتګ راتګ مخه ونه نيسي  وضعيت به  خطر ناک شي .                    دا په داسې حال کې ده چې په لوګر کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېرمخ په  زياتيدو دى اوخلک او هم د دې ناروغۍ د خطر پروړاندې  لږه  پاملرنه کوي .                                پاى \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.