10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کرونا ويروس څه د پاسه ١٥٠٠ اخته کسان روغ شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس  ١٥٢٠ تنه اخته کسان په هېواد کې روغ شوي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، د عامې روغتيا وزارت نن اعلام وکړچې په هېواد کې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  د ٦٧٨مشکوکوسمپلونو له ازمايښت وروسته  ٣١٩ نوې پېښې تشخيصې شوي دي . چې په دې شمېرې سره په کرونا ويروس  د اخته کسانو  ټول شمېر ٣١٨٣٦پېښو ته ورسېد .
دغه راز  په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس  ١٥٢٠ تنه اخته کسان روغ شوي دي او  ٢٨ تنه نور مړه شوي دي . چې  تراوسه پورې د روغو شويوکسانو شمېر ١٥٦٥١تنو،  اود مړو شويو کسانوشمېر ٧٧٤تنو ته زيات شوى دى
په همدې ترتيب د کرونا ويروس د  ٣١٩نويو پېښو له جملې څخه  ١٣٣ پېښې په کابل،  ٥٦پېښې په دايکنډي،  ٤٢ پېښې په هرات،  ٢١ پېښې په فراه،  ١٤ پېښې په تخار، ١١پېښې په بادغيس ، ١٠ پېښې په قندهار، اته پېښې په بلخ، شپږ پېښې په بدخشان،  پنځه پېښې په ننګرهار، پنځه پېښې په بغلان،  درې پېښې په لوګر، دوه پېښې په ميدان وردګو،  او يوه يوه پېښه  په پنجشير، لغمان او زابل کې تشخيصې شوي دي .
  ختم _ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.