06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د تېرو ۴۵ ورځو په پرتله، د کرونا ویروس د لېږد کچه، له ۶۰ سلنې څخه، ۳۰ سلنې ته را ټیټه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي، چې د تېرې یوې نیمې میاشتې په پرتله، په هېواد کې د کرونا ویروس د لېږد کچه، راټیټه شوې ده.

ډاکټر احمد جواد عثماني، چې نن یې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کابل له والي او د ارشاد، حج او اوقافو له مرستیال سره، په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې زیاته کړه: د تېرو ۴۵ ورځو په پرتله، په هېواد کې د کرونا ویروس د لېږد کچه، له ۶۰ سلنې څخه، ۳۰ سلنې ته را ټیټه شوې ده. هغه وویل، هڅه کېږي، چې د یاد ویروس د لېږد کچه؛ ۵ سلنې ته راکمه شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شوې او اوسمهال د مرکز او ولایتونو په کووېډ۱۹ روغتونونو کې په کافي اندازه اکسجن شتون لري. هغه زیاته کړه، چې د اکسیجن شاوخوا ۴۰۰ بالونونه په اضافي توګه ساتل کېږي، چې د اړتیا پر مهال ګټه ورڅخه واخیستل شي.

عثماني، خلک په کورونو کې د جوړو شویو ماسکونو کارولو ته وهڅول او ویې ویل، چې دغه ماسکونه د مینځلو وړتیا لري.

په ورته وخت کې د کابل والي، محمد یعقوب حیدری، د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په موخه، له خلکو څخه د روغتیایي سپارښتنو د مراعتولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په کابل کې ۱۵ څارنیز ټیمونه، په کارځایونو او رسټورانټونو کې د روغتیایي سپارښتنو د مراعتولو پرڅارنې بوخت دي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

دغه راز د کابل والي، د کووېډ۱۹ روغتونونو د اړتیا وړ درملو د تدارکاتي پروسې د بشپړېدو په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د دغو روغتونونو د اړتیا وړ درمل به په راتلونکې اوونۍ کې برابر شي، چې ناروغان او د هغوی پایوازان اړ نه وي، چې له درملتونونو څخه درمل وپیري.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، امین الدین مظفري په دې کنفرانس کې د قرنطین او روغتیایي سپارښتنو د مراعتولو په برخه کې د اسلامي لارښوونو په بیانولو سره، له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې له کرونا ویروس څخه د ځان او نورو د ساتنې لپاره؛ پر روغتیایي لارښوونو عمل وکړي.

همدارنګه مظفري، له هغو خلکو څخه، چې د نېکمرغه لوی اختر ورځو کې د قربانۍ په نېت د حیواناتو اخیستلو هوډ لري؛ غوښتنه وکړه، چې د حیواناتو د ذبحې او غوښې وېشلو پر مهال، د عامې روغتیا وزارت، روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.