19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس ٢٢٠ اخته کسان روغ شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
په ټوليز ډول په کرونا ويروس ٢٤٧٩٣تنه اخته کسان روغ شوي دي .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د عامې روغتيا وزارت د وياند مرستيال نور الله تره کى وايي چې په تېرو ٢٤ساعتو کې د کرونا ويروس  ٤٨ مثبتې پېښې تشخيصې شوي دي .
هغه زياته کړه چې په دې شمېر سره په ټوليزډول په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٥٤٦٣تنوته زيات شوى دى .
دغه راز  د عامې روغتيا وزارت د وياندمرستيال وايي په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس  ٢٢ اخته کسان مړه شوي دي .چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ويروس له امله  د مړو شويو کسانوشمېر ١٢٤٧ تنوته رسيدلى دى .
د جانز هاپکينزپوهنتون  د شمېرنو له مخې؛ تراوسه پورې  په نړۍ کې ١٤مليونه  ٢٩٢ زره تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي چې له دې جملې څخه شپږ سوه زره تنه مړه شوي دي او څه دپاسه اته مليونه تنه نور روغ شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د خپرېدود مخنيوي په خاطر  روغتيايي لارښوونې رعايت کړي .
ختم _ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.