15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملکي هوايي چلنداداره: ټول بهرني مسافران دې د کرونا تست ورکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دزمري ٦مه /باختر :
د مسافرانو د کرونا د تست په باب د ملکي هوايي چلند د ادارې ،  د عامې روغتيا وزارت اود هوايي شرکتونو ګډه غونډه  نن جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې  د ملکي هوايي چلندادارې د رييس ډاکتر محمد قاسم وفايي زاده په مشرۍ او د عامې روغتيا  د وزارت  د معين ډاکټر وحيد مجروح، د ملکي هوايي چلند ادارې د پاليسۍ  د معين امان زيب انصاري  او  د هوايي شرکتونو د استازو په ګډون  جوړه شوه، د نړيوالو الوتنو د مسافرانو د روغتيايي تصديق  د څرنګوالي په باب خبرې اترې وکړې .
د ملکي هوايي چلند د ادارې رييس  د هېواد د شرايطو له مخې؛د روغتيايي تصديق ليک پرارزښت د نړى د روغتيايي سازمان او د ايکاو سازمان د لارښوونو پرارزښت په ټينګار سره له هوايي شرکتونو څخه وغوښتل چې د بهرنيو الوتنو ټول مسافران دې  روغتيايي تصديق ترلاسه کړي او د ملکي هوايي چلند  ادارې ټولې لارښوونې رعايت کړي .
هغه وويل، مسافرانو ته د ماسک  اغوستل الزامي دى او هيڅ مسافر د ماسک پرته  الوتکې ته  د ننوتلواجازه  نه لري .
د عامې روغتيا وزارت معين په اوونۍ کې د ٢٥٠٠ تنوپه ظرفيت  په وړيا ډول د مسافرانو د تست مرکز د جوړولو لپاره د دغه وزارت د تياريو خبرورکړاو ويې ويل  چې د دغه مرکز تر څنګ  هغه لابراتوارونه  چې د کرونا ټست د ترسره کولو لپاره  د عامې روغتيا د وزارت له خوا تاييد شوي دي، هم اجازه لري  چې مسافرانو ته لازم خدمتونه  وړاندې کړي .
په غونډه کې پريکړه وشوه چې په دې باب  د ملکي هوايي چلند د ادارې  اود عامې روغتيا  د وزارت ترمنځ  تفاهم ليک لاسليک شي اوهوايي شرکتونه هم  مکلف شول  چې په خپلو پاليسيو کې  د هر راز بدلون په صورت کې لږ ترلږه اته څلويښت ساعته مخکې  د ملکي هوايي چلند ادارې ته خبرورکړي .
دغه راز پريکړه وشوه د هغو مسافرانو ټکټ  چې د دوى د کرونا تست مثبت تشخيص کېږي  په وړيا ډول لغوه  اويايې  نيټه بدله شي .
  ختم_ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.