د عامې روغتيا وزارت: د کرونا ويروس د روغو شويو کسانوشمېر ٢٥١٩٨تنو ته ورسېد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دزمري ٦مه /باختر :
د عامې روغتياوزارت په تېرو  ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس  د  ١٠٦ مثبتو پېښو خبرورکړ .
د باختراژانس د خبرله مخې، د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ويل شوي دي  چې  په دې شمېر سره  په هېوادکې په کروناويروس  د اخته کسانو ټول شمېر ٣٦٢٦٣تنو ته زيات شوى دى.
دغه راز  په خبرپاڼه کې څرګنده شوې ده  چې د کروناويروس له امله د مړو شويو  شمېر ١٢٦٩ تنو ته زيات شوى دى.او د روغو شويوکسانوشمېر ٢٥١٩٨تنو ته رسيدلى دى .
  ختم_ ج –اکرم

back to top