15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازیګر د عامي روغتیا وزارت رهبري پلاوي او دطبي شورا رئیسې سره په غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د دغه وزارت د ان ټي ای سیستم کارکوونکو پر معاشاتو، تشکیلاتو، ساختماني پروژو، پرمختګونو او ستونزو بحث وکړ.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ همدا راز په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د کارونو د موثریت لوړولو په ځانګړي ډول د معیاري طبي خدمتونو وړاندې کولو په اړه هم خبرې وشوې.

جمهوررئیس غني له طبي شورا وغوښتل چې د ټولو تحصیلي موسسو د طب پوهنځي نویو فارغانو ته د سرټیفیکیټ ورکولو پرمهال د دوی د سویې د تثبیت او ټولنې ته د معیاري طبي خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زیات کار وکړي.

په پیل کې د مالیې وزارت معین حسب ځدراڼ د عامې روغتیا وزارت د بودجې د لګښت د څرنګوالي او مالي راپور په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل وې ویل، لا هم د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو معاشونه په څو کټګوریو وېشل شوي او د ان ټي ای سیستم کارکوونکي چې له بېلابېلو پروژو څخه معاش اخلي، په معاشونو کې یې د برابري معیار ته پام نه دی شوی.

جمهوررئیس د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د عامې روغتیا وزارت ټول کارکوونکي باید بایومتریک شي، دغه راز دې ټولې هغه پروژې چې تر یوه عنوان لاندې یا په یوه برخه کې کار کوي، سره مدغمې، د ان ټي ای سیستم طبقه بندي دې له منځه ولاړه او یو ډول معاشونه دې ورکول شي.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، د سرپرستۍ فرهنګ دې ختم او کار دې اهل کار ته وسپارل شي، معینیتونه او لوی ریاستونه دې د خپلو دندو مشخص تعریف ولري.

ورپسې د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني د ساختماني پروژو په اړه په خپل راپور کې وویل، تر دې مهاله ۱۲۶ ساختماني پروژې لري، د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم لمخې باید دولتي بنسټونو ته ولېږدول شي، اما تطبیق شوي نه دي د دغو پروژو د نه تطبیق له امله هم ستونزې رامنځته شوي دي.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت د ساختمان برخې د پروژو د پرمختګ او نه پرمختګ، ناقانونه کړنې او نورې ټولې چارې دې تفتیش او وارزول شي. د فساد په دې اړه دې لوی څارنوالي خپله څېړنه وکړي  او په فساد کې ښکېل کسان  دې ممنوع الخروج او تر عدلي او قضایي څار لاندې ونیول شي.

جمهوررئیس لوی څارنوالۍ ته د ځانګړي پلاوي د ټاکلو لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د فساد موجودیت په هراړخیزه توګه وارزوي.

د غونډې په پای کې جمهوررئیس طبي شورا ته هم لارښوونه وکړه چې د طبي موسسو د ارزونې په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره یو ځای کار وکړي، ځکه ډېرې موسسي طبي معیارونو ته له پام پرته فارغان ورکوي، باید د ټولو تحصیلي موسسو د فارغانو سویه سمه وارزول شي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.