23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

کابل / د تلې ٢مه /باختر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند...

په کابل کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دکابل پوليسو نن سهار په کابل ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د عامې روغتيا وزارت مشرتابه په هېوادکې د کروناويروس د تشخصي کېتونو د توليد طرحې ملاتړوکړ.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د عامې روغتيا وزارت  سرپرست ډاکټر احمدجواد عثماني نن  په يوه ناسته کې د( لشمانيا اوملاريا) لابراتواري کتنو د متخصص  ډاکتر سيد حسين موسوي  طرحه  چې په هېواد کې د کرونا ويروس  د تشخيص کېټونود توليدپه باب وړاندې کړه، هرکلۍ وکړ .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ډاکټر عثماني په هېواد کې دننه د کرونا ويروس  د تشخيص کېتونو د توليد د زمينې د برابرولو په باب  د ډاکټر موسوي  د هلوځلو قدرداني وکړه او ويې ويل  چې دغه طرحه د جمهوري رياست  د چارو له ادارې سره  شريک کېږي چې د افغانستان د حکومت په ملاتړ د هغه عملي کار پيل شي.
وروسته  ډاکټر موسوي  په دې غونډه کې له ټولو جزيياتو سره يې  د کروناويروس  د تشخيص کېټونو د توليد څرنګوالى وړاندې کړل او د دغه ويروس  د تشخيص کېټونو د توليد لپاره د امکاناتو اوبودجې  د برابرولو په برخه کې  د عامې روغتياوزارت  د مشرتابه  د ملاتړ غوښتنه وکړه .
هغه دغه راز وويل  چې په هېوادکې دننه  د کروناويروس  د تشخيص کېټونو توليد نه يواځې  د افغانستان دولت ته يو وياړ دى بلکې د کرونا ويروس  د تشخيص کېټونو  د برابرولو لپاره د زيات لګښت مخه نيسي .
  ختم_ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.