په ننګرهارکې د ملا تير جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو د جراحى د عملياتوپه ترسره کولو سره  بريالي شول چې د يوې ميرمنې په فلج شويو پښو کې حرکت راوړي .
دغه ځوانه ښځه  په شينوار ولسوالۍ کې له يو لوړ ځاى څخه  د راغورځيدو په دليل  دواړه پيښې  يې فلجې شوې وې .
ډاکټران وايي  په دې پېښه کې د دغې ځوانې ښځې  د ملاتير مات شوى و . چې دغه کار  د هغې د دواړو پښو د فلج کېدو سبب شوى و .
د دغې ميرمنې عمليات  پرون  د ننګرهار  د مرکزي روغتون  د عصبي جراحۍ  د يوې ډلې ډاکټرانو له خوا ترسره شول .
ډاکتر ضمير الدين خالد چې د دغې ډلې مشري کوله باختراژانس ته وويل  موږ  د دغې ميرمنې  د ملاتير چې مات شوى و ، په ډير احتياط سره پيوندکړ.چې په دې کار سره د دغې ميرمنې پښې له څو مياشتو وروسته  حرکت وکړ .
دغه ښځه اوس ډيره خوشحاله ده او د خداى ( ج ) شکر اداکوي .
د جلال اباد مرکزي روغتون چې په جلال اباد ښار کې  موقعيت لري  دولتي دى
او د دغې ميرمنې د جراحي عمليات پک  په وړيا ډول ترسره شوى دى.
د دغې ښځې کورنى وايي  چې په هيواد او بهر کې شخصي روغتونونود دغې ميرمنې د درملنې لپاره د زياتو پيسو غوښتنه کوله .چې دوى د هغه د ورکولو توان نه درلود.
ختم_ج _اکرم

back to top