28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اندراګاندي روغتون د زړه د جراحۍ څانګه فعالېږي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
ټاکل شوې ده تر راتلونکو څلورو اوونيو پورې د اندراګاندي د ماشوم د روغتيا روغتون د زړه د جراحۍ څانګه فعاله شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشوم د روغتيا روغتون د زړه د جراحۍ څانګې د زياتې ارزونې او د کار د پيل په خاطر د جمهوري رياست د لومړي معاونيت روغتيايي سلاکار ډاکټر زلمي مصوون نن د دغه روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر اکمل سمسور د دماشوم د روغتيا روغتون د زړه د جراحۍ څانګې د ودانۍ د جوړولو کار چې د ځينو دليلونو له امله د قراردادي شرکت له خوا ځندول شوي و او د زياتې ارزونې او د هغه د کار د بيا پيل په خاطر يو پلاوى چې مشري يې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت روغتيايي سلاکار کوي؛ د اندراګاندي د ماشوم د ورغتيا روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې.
د ډاکټر سمسور د څرګندونو له مخې؛ په دغه روغتون کې د زړه د عملياتو د پيل لپاره د متخصصو ډاکټرانو ټيم شته او د ودانۍ جوړولو ته په تمه دي.
د ماشومانو د زړه د سوري د جراحي عملياتو د اجرا کولو او د هغو د عاجلې څېړنې په خاطر د زړه څانګه تر راتلونکو څلورو اوونيو پورې د اندراګاندي د ماشوم د روغتيا روغتون په يوه بله سيمه کې پرانيستل کېږي .
ختم-ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.